1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که زه خاین یم نو له چا سره مې خیانت کړی؟»

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ بهمن ۷, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې یا NSA پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن له یوه آلماني تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي، ډاډه نه دی چې د میرکل د تلیفون څارنه دي ختمه شوې وي.

https://p.dw.com/p/1AxgD
انځور: picture alliance/AP Photo

د آلمان د ARD تلویزیون د یکشنبې په ماښام د ايدوارد سنودن یوه نیم ساعته مرکه خپره کړه. دا په روسیه کې تر لنډمهاله سیاسي پناه اخیستلو وروسته، د NSA د دغه پخواني کارکوونکي لومړۍ مرکه وه.

دېرش کلن سنودن پر «اين ايس اې» باندي تور لګولی دی چې په لوړه کچه یې څارنیز پروګرامونه پيل کړي دي. هغه داه خبره هم کړې ده چې په لیکل شوي مضمون کې د یو شمیر امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي راغلي دي چې هغوی غواړي سنودن ووژل سي.

آلماني خبريال هوبیرت زیپل له سنودن سره د مسکو په یوه هوټل کې مرکه کړې ده. هغه له سنودن څخه پوښتلې دي چې ولي یې د امریکا د کورني امنیت ادارې رازونه افشا کړل. سنودن ویلي دي: «زه باید ووایم چې پریکړنده شیبه په دې اړه هغه وه چې د امریکا د ملي استخباراتو مشر جیمز کلپر د کانګرس پر وړاندي د قسم خوړلو پر مهال دروغ وویل.» هغه زیاته کړې ده چې داسې یوه استخباراتي اداره باید و نه ژغورل شي چې عامو کسانو او قانون جوړوونکي ته دروغ وایي.

سنودن په خپله مرکه دا خبره روښانه کړې ده چې له هغه سره نور داسې معلومات نه شته چې افشا یې کړي. هغه ویلي دي چې ټول معلومات یې خلکو ته د رسیدو په موخه ژورنالیستانو ته ورکړي دي.

سنودن ویلي دي چې دا د هغه له پاره یوه سخته پوښتنه ده چې آیا تر میرکل دمخه نو آلماني سیاستوال هم څارل کیدل او که نه. هغه د دغي پوښتني ځواب نه افشا شویو معلوماتو ته راجع کړی دی چې په خبره یې افشاکول یې د خلکو په ګټه دي.

سنودن په خپلو خبرو کې داسې پوښتني هم مطرح کړي دي چې آیا یوازي د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل، تلیفون د امریکا له خوا څارل شوی دی او که دغه څارنه د اروپا نورو مشرانو او د میرکل کابینې نورو غړو ته هم غځیدلې ده؟

سنودن ویلي دي چې NSA او د هغه آلمانۍ سیالي ادارې BND تر منځ اړیکې ډیري نز دې د‎ي. د هغه په خبره BND د NSA له X Key Score سیستم څخه استفاده کولای شي چې د هغه په خبره له دې سیستم څخه آلماني استخباراتي اداره هر ډول معلومات ترلاسه کولای شي.

«ما له چا سره خیانت کړی دی؟»

سنودن ادعا وکړه چې د NSA د فعالیتونو په اړه يې د افشاکولو چارې یوازې پر مخ بیلي دي او دا چې د روسیې په شان هیوادونو سره د معلوماتو په بدل کې يې معاملې کړي نه دي. سنودن ویلي دي: «که زه یو خاین یم، نو ما له چا سره خیانت کړی دی؟ ما خپل ټول معلومات امریکایي خلکو او امریکایي ژورنالیستانو ته ورکړل.»

سنودن ویلي دي چې اوس یې د آلمان، فرانسې او بریتانیا په شمول په یو شمیر اروپایي هیوادونو کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چي آیا دا ممکنه ده چې هغه دې بیرته امریکا ته شتون شي؟ سنودن وویل چې که هغه په امریکا کې د خیانت په تور محاکمه کیږي نو دی به دې هیواد ته ستون نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب