1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنرآسیا

سنجې دت د سږو په سرطان اخته شوی

۱۳۹۹ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د هندي رسنيو د معلوماتو په حواله مشهور فلمي ستوری سنجې دت د سږو په سرطان اخته شوی دی. نوموړی څو ورځې تر مخه په ساه اخیستو کې د ستونزې له کبله په روغتون کې بستر شوی وو.

https://p.dw.com/p/3gqTk
Sanjay Dutt und Manyata Dutt
انځور: Getty Images/AFP/S. Jaiswal

سنجې دت د سه شنبې په ورځ (د اگست ۱۱) د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي ول چې هغه د «درملنې په موخه په هنري کارونو کې يوه لنډه دمه کوي.» رسنيو وروسته د فلمي نړۍ د يوه معتبر ژورناليست کومل نهتا تويت نقل کړی وو چې پکې راغلي ول چې په ۶۱ کلن سنجې دت کې سرطان تشخيص شوی دی او هغه به د درملنې په موخه امريکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

د هندي فلمونو دغه مشهور ستوري چې د « Deadly Dutt » يا «وژونکي دت» په نامه هم شهرت لري، د ۱۹۹۳م کال د بمبي د بمي چاودنو عاملينو ته د وسلو د ورکړې په جرم کې زندان هم تیر کړی دی. نوموړی يو وخت د مخدره توکو د اعتياد سره هم لاس او گريوان وو. ويل کيږي چې د مور تر مړينې وروسته نوموړې د هغې په غم کې په هيروينو او کوکاينو اخته شوی وو. د سنجې دت مور نرگس دت چې د هندي فلمونو يوه مشهور هنرمنده وه، هم په سرطان مړه شوې وه.

سنجې دت د ۱۹۸۰م لسیزې له نيمايي څخه په ايکشن فلمونو کې د خطرناکو صحنو په تمثيل سره خپل دغه نوم خپل کړی وو.  نوموړی بيا تر يوې لنډې وقفې وروسته د اتيايمو لسیزې په آخر او نويمې لسیزې په سر کې بیرته فلمي نړۍ ته راستون شو او د «جيتې هين شان سې»، «ساجن» او «کهل نايک» په څېر مشهور فلمونه کې يې کار وکړ.

خو د نوموړي په ژوند کې هغه وخت يو دراماتيک بدلون راغی چې د ۱۹۹۳م کال د بمبمي په بمي چاودنو کې د لاس درلودو په تور ونيول شو. په دغه بريدونو کې ۲۵۷ کسان مړه شوي ول.

سنجې دت له زندانه آزاد شو

سنجې دت بالاخره په ۲۰۰۶م کال کې د هغو وسلو د ساتلو له کبله چې پر مټ یې د مافيا د مشرانو له خوا دغه بريدونه ترسره شوي ول، مجرم وپيژندل شو.

نوموړي ته په اصل کې د ۶ کالونو بند سزا ورکړل شوې وه خو په ۲۰۰۷م کال کې تر اتلس مياشتو بند تیرولو وروسته په ضمانت آزاد شو او د مرافعې محکمې پريکړې ته په انتظار شو.

په ۲۰۱۳م کال کې یې يو وار بيا جرم تائيد شو خو د بند سزا یې پنځوو کالو ته راټيټه شوه او هغه يو وار بيا زندان ته وليږدول شو. دت بيا درې کاله وروسته د ۲۰۱۶م کال په سر کې بيرته له بنده آزاد شو.

سنجې دت درې وارې واده کړی دی. د هغه لومړۍ ميرمن ريچا په ۱۹۹۶م کال کې د مغزو د تومور له وجې مړه شوې وه. د نوموړي د «سړک ۲» په نوم نوی فلم به د همدې روانې اگست میاشتې په پای کې نندارې وړاندې شي.

bs/nz (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: