1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلوانیا مهاجر بیرته استوي

۱۳۹۴ شهریور ۲۷, جمعه

کروشیا د ډېرو مهاجرو د ورتگ تر فشار لاندي ده. خو سلوانيا غواړي چې ترمخه لا د مهاجرو مخه ونیسي. دغه هیواد ته نوي رسیدلي مهاجر بیرته کروشیا ته استول کیږي.

https://p.dw.com/p/1GYPp
Sid Kroatien Tovarnik Serbien Grenze Flüchtlinge Asylpolitik Asyl Zagreb Bahnhof
انځور: picture-alliance/dpa/M. Ozturk

د سلوانيا د دوبووا نومي اورگاډو د عمومي تمځای پولیسو ویلي دي چې د پنجشنبې په ماښام له یوه اورگاډي څخه ۱۵۰ تنه مهاجر راکښته کړل شوي دي چې غوښتل یې د زیوریخ پر لور سفر وکړي. د دوبووا تمځای د دغه هیواد په ختیځ کې پروت دی او دغه پټلۍ کروشیا او سلوانیا سره وصلوي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې له اورگاډي څخه راکښته کړل شوي کسان به د سرویسونو په مرسته بیرته کروشیا ته واستول شي. دا چې په راتلونکي کې د گډوډیو مخه ونیول شي، په مؤقتي توگه د اورگاډي تگ راتگ درول شوی دی. پر دې سربیره پولیسو د سرحد کنترول لا پسې سخت کړی دی او په څرخي الوتکو او گزمو سره سرحد څاري.

د سلوانيا حکومت څو ورځې ترمخه لا اعلان وکړ چې غواړي د شینگن تړون ته ژمن پاته شي. هغه ویلي ول هغه کډوال چې له کروشیا څخه دغې هیواد ته ورځي او هلته یې ځانونه نه وي راجستر کړي، بیرته به واستول شي.

خو پر دې سر بيره هم د سلوانيا سور صلیب په راتلونکو ورځو کې دغه کوچني هیواد ته د شا او خوا ۵۰۰۰ مهاجرو د ورتگ اټکل کوي.

له هغه وروسته چې هنگري له صربستان سره خپل سرحد وتاړه، په زرونو مهاجر په دې هڅه کې دي چې د کروشیا، سلوانيا او اتریش له لاري ځان آلمان ته ورسوي.

په لومړي سر کې په کروشیا کې داسې ډاډ موجود وو چې د مهاجرو پر هجوم به برلاسي شي، خو د پنجشنبې په ورځ وضعیت په څرگند ډول کړکېچن شو.

د کروشیا د پولیسو د معلوماتو له مخې د پنجشنبې تر ماښامه دغه هیواد ته ۹۰۰۰ مهاجر وررسیدلي دي. زیاته شوې ده چې د غیر قانوني کډوالو له پاره په پام کې نیول شوو سرپناوو کې نور ځای نه شته.

د کروشیا لومړي وزیر څوران میلانووچ، ویلي دي چې هیواد یې په دې تلاښ کې دی چې ټول نوي راغلي مهاجر د اروپایي اتحادیې له قوانینو سره سم راجستر یا ثبت کړي. خو د پنجشنبې د ورځې په تلویزوني انځورونو کې لیدل کیږي چې د ډېرو مهاجرو په ورتگ سره مرسته کوونکي تر فشار لاندې دي.

د کروشیا د کورنیو چارو وزیر د صربستان له چارواکو غوښتي دي چې د مهاجرو د سفر مخه ونیسي. د کروشیا د دولتي تلویزون (HRT) د معلوماتو له مخې له صربستان سره اووه سرحدي لاري تړل شوي دي. خو زیاته شوې ده چې په دې کې د بیلگراد او زاغرب تر منځ مهمه لاره نه ده شامله.

د مهاجرو یوه لویه برخه چې د صربستان له لارې کروشیا ته ځي، غواړې چې تر هغې وروسته لویدیځې اروپا ته ولاړ شي. سلوانيا او کروشیا ته یوازي د ترانزیتي تمځایونو په سترگه کتل کیږي.

خو د سلوانيا حکومت غواړي چې بې له کنتروله کومه لاره پيدا نه شي. ځکه دا د اروپایي اتحادیې له مقرراتو څخه سرغړونه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب