1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودياني به د نارينه وو بې اجازې خارج ته سفر وکړای شي؟

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

په سعودي عربستان کې ښځي اجازه نه لري چې د کورنۍ د نارينه غړي بې اجازې سفر وکړي. خو اوس ښايي دا مقررات يو څه آسانه شي.

https://p.dw.com/p/3MAIj
Bildergalerie Rahaf Mohammed al-Qunun
انځور: Reuters/Twitter

د رسنيو د رپوټونو په حواله په سعودي عربستان کې به په روان ميلادي کال کې ښځې نورې مجبورې نه وي چې د سفر له پاره د کورنۍ د يوه نارينه غړي اجازه ترلاسه کړي.

دا خبر د سعودي عربستان د «عکاظ» په نامه ورځپانې په حواله خپور شوی دی. د «والستريت ژورنال» او «فاېننشل ټاېمز» ورځپاڼو بيا دغه خبر د سعودي د هغو چارواکو په حواله ورکړی چې نومونه يې پټ ساتلي دي.

د دغو سرچينو په حواله به ښايي هغه هلکان او نجونې چې عمرونه یې له اتلسو کلونو زيات دي، اجازه ولري چې د خپل سرپرست د اجازې پرته له هيواده دباندې سفر وکړای شي.

دمگړی يوازې هغه نارينه چې لا ۲۱ کلن شوي نه دي او د هر عمر ښځې اجازه نه لري چې د کورنۍ د نارينه غړي د اجازې پرته سفر وکړي. دې قانون په دې وروستيو کې په څو ځلي هغه وخت د خلکو پام ځانته را ورگرځاوه چې ځيني ښځي له سعودي عربستانه وتښتېدې او په بهر کې یې د پناه غوښتنه وکړه.

له دې ښځو څخه يوه رفاف الکنون ده. دا ۱۹ کلنه د پناه پر غوښتنې سربیره هم نزدې وه د بنکاک له هوايي ډگره بيرته سعودي عربستان ته په ستنېدو مجبوره شوې وای. خو په پای کې نوموړې وکولی شول چې کاناډا ته ورسيږي.

ټول عمر نابالغه

په سعودي عربستان کې هره ښځه سرپرست لري. لومړی یې پلار او بيا تر واده وروسته یې ميړه سرپرست وي. همدا راز کاکا، ماما او يا ورور او بيا د کونډو ښځو له پاره یې زوی سرپرست وي.

که چېرې اوس د سفر په مورد کې د سرپرست په مقرراتو کې آسانتيا رامنځته کيږي نو نورې برخې به یې ظاهراً پر ځای پاتېږي: يعني کله چې ښځه غواړي واده وکړي او يا د ښځو له پاره جوړ شوي پناه کور پريښوول غواړي نو بايد له خپل سرپرست څخه اجازه واخلي.

خو په رسمي توگه تر اوسه دا معلومات لا تائيد شوي نه دي. که څه هم چې په دې مورد کې نهايي پريکړه نه ده شوې خو دا گام د ځوان وليعهد محمد بن سلمان له خوا تر اوسه د ترسره شويو سياسي پريکړو سره سمون لري.

نوموړی غواړي چې خپل هيواد عصري کړي او له همدې کبله یې ښځو ته د موټر چلووني اجازه ورکړه او همدا راز یې د طلاق په برخه کې هم د ښځو له پاره يو څه آسانتيا رامنځته کړه.

حکومت پلوه سياستوال محمد الزولفا د بالغو ښځو له پاره د سرپرست د مقرراتو د له منځه وړولو هیله لري او وايي چې عملي کېدل یې امکان لري. هغه وايي: «هغوی کافي لوېې دي، آن خپلو والدينو او يا اولادونو ته نفقه پېدا کوي، کار کوي، پر خپلو پښو ولاړې دي او مسئوليتونه یې پر سر اخيستي دي.»

هغه زياتوي چې يوه سعودۍ نوره کمروزې نه ده چې پناه ولټوي. د کم سنه نجونو په مورد کې هغه د دې سرپرستۍ د اصولو او مقرراتو پلوي دي، ځکه چې هغوی ساتنې او لارښوونې ته اړتيا لري.

که څه هم چې الزولفا د پورته ذکر شويو مقرراتو د آسانولو خبر په رسمي توگه نه شي تائيدولی خو د السعود کورنۍ له خوا د هيواد د عصري کولو ارادې او نيت ته اشاره کوي. هغه وايي: «که چېرې عصريتوب د ښځو په گټه تمام شي، نو د هرکلي وړ دی.»

خو سياسي ليبرالیزم د وليعهد په اجنډا کې شامل نه دی. د ښځو د حقونو ډېري فعالانې، ساينس پوهانې او نورې فعالانې چې د هېواد امنيت ته د خطر پيښوولو تورونه ور باندې لگول شوي، په زندانونو کې دي.

(B.S/N.Z(Scherle, Dana Alexandra