1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

سعودي عربستان پر حوثي یاغیانو برید کړی

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

د دې اټکل کیدی چې سعودي عربستان به د خپلو تیلو پر تأسیساتو باندې بریدونه بې له ځوابه پرې نه ږدي. اوس سعودي عربستان پر یمن باندې برید کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Pv8J
Saudi-Arabien | Nach Angriff auf Ölanlagen in Saudi-Arabien
انځور: Reuters/H. I. Mohammed

د سعودي عربستان د تیلو پر دوو تصفیه خانو باندې تر بریدونو شپږ ورځې وروسته د عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف په یمن کې هدفونه په نخښه کړي دي.

دغه پوځي ائتلاف ویلي دي چې د دوی په عملیاتو کې څلور پوځي هدفونه د حدیده بندري ښار په شمالي څنډه کې له منځه وړل شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه ځای کې پر نورو سربیره سمندري ماینونه او چاودیدونکي مواد تولیدیدل.

حوثي یاغیانو د تیرې شنبې په ورځ د سعودي عربستان د تیلو پر دوو تصفیه خانو باندې د بې پيلوټه الوتکو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. دغو بریدونو د تیلو په تولید کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

سعودي عربستان له نورو عربي هیوادونو سره په ګډه په یمن کې په نړیواله توګه په رسمیت پيژندل شوي حکومت ملاتړ کوي. حوثي یاغیان د دغه حکومت پر ضد جنګیږي او بیا له ایران سره اتحاد لري.

متحده ایالات پر سعودي عربستان د برید تور په ایران باندې لګوي. خو تهران په دغه برید کې خپله هر ډول ښکیلتیا ردوي.

د سعودي عربستان په مشرتوب د پوځي ائتلاف په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د سمندري ماینونو د جوړولو دستګاه او همداشان له لیرې هدایت کیدونکو کښتیو، د بیړیو تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړی وو.

زیاته شوې ده چې تر دې دمخه هم د حوثي یاغیانو له لوري له لیرې هدایت کیدونکي کښتۍ په واسطه یو برید شنډ کړل شوی دی. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس اس پي اې، د دغه پوځي اتحاد له قوله لیکلي دي چې دغه کښتۍ چې له چاودیدونکو توکو ډکه وه، په سره سمندر کي موندل شوي او ویجاړه کړی شوې ده. ویل شوي دي چې دغه کښتۍ د حدیده له سیمې هدایت کیده. خو دا چې د برید هدف څه وو په هکله یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

(ml/mir sr/nz (rtr, afp