1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د ژوند شېوه

سعودي عربستان رستورانت ته پر جلا تگ بندیز لغؤ کړ

۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبه

د سعودي عربستان محافظه کاره شاهي دولت خپلو خلکو ته یو څه نوره ازدي هم ورکوي. تر دې وروسته به ښځي او نارینه مجبوره نه وي، په رستورانتونو کي د ډوډی خوړلو پر وخت د جلا لارو څخه ورننوځي.

https://p.dw.com/p/3URcF
Saudi-Arabien Riad | McDonald’s Geschlechtertrennung, Ladies Section
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

ښځي او نارینه به په آينده کې مجبوره نه وي، چي رستورانتونو ته د ورتگ پر وخت هلته له جلا لارو څخه داخل سي. تر اوسه پوري رستورانتونو ته د ورننوتلو پر مهال دښځو او نارینه وو له پاره دوې جلا لاري موجودي وې. په ریاض کي مربوطه وزارت اعلان وکړ، چي دغه مقررات نور لغؤ سوي دي. دغه نوي مقررات د رستورانتونو تر څنگ د ساعت تیریو او یا محفلونو جوړولو په سالونو، لکه د واده سالونونو کي هم اعتبار لري.

د سعودي عربستان په محافظه کاره شاهي دولت کي د عامه ژوندانه په ډیرو برخو کي سخت مقررات موجود دي، چي د شهزاده محمد بن سلمان په ابتکار ځيني یې په تیرو کلونوکي له منځه تللي او په ډیرو بخشونوکي ښځو ته تر پخوا ډيري ازادي گاني ورکول سوي دي.

Saudi Arabien | Prinz Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/abaca/Balkis Press

د اصلاحاتو په مقابل کي مقاومت

ښځي اوس مثلأ په دې منځ کي اجازه لري، چي یوازي موټر وچلوي او تر ځینو شرایطو لاندي په سټودیمونو کي د فوټبال مسابقې وگوري. سربیره پر دې هغوی کولای د یوه نارینه د اجازې پرته په هوټل کي یو اطاق ریزرف کړي، خپل پاسپورټ ولري او خارج ته سفر وکړي. په دغه هیواد کي بیرته سینماوي هم موجودي دي.

خو بیا دغه ازادي گاني او اصلاحات د سعودي عربستان د مذهبي رهبرۍ په سترگو کي یو اغزی دی. سعودي عربستان چی د وهابیت تر تأثیر لاندي دی، د اسلام څخه ډیر زیات عنعنوي تفسیر لري. خو د بشر د حقوقو د مدافعینو پرضد اوس هم دولت د پخوا په ډول ډیر سخت عمل کوي.