1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د جمال خاشقجي مرګ تائيد کړ

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

ژورناليست خاشقجي د رياض د رسمي څرګندونو په حواله په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ژول شوی دی. په دې ترڅ کې ۱۸ تنه نيول شوي هم دي. د مړينې د علت په هکله يوه نوې بڼه هم وړاندې شوې ده.

https://p.dw.com/p/36s7u
Jamal Khashoggi saudischer Journalist und Schriftsteller
انځور: Privat

د سعودي ژورناليست او منتقد جمال خاشقجي تر لادرکه کېدو څه باندې دوې اوونۍ وروسته سعودي عربستان د خپل رژيم د منتقد پر وژل کېدو اعتراف کړی دی. د سعودي عربستان خبري اژانس، سپا، خبر ورکړی دی چې خاشقجي د قونسلګرۍ په ودانۍ کې له مختلفو کسانو سره د سوک وهنې او آخ و ډب په نتيجه کې مړ شوی دی. په خبره يې د سعودي عربستان ۱۸ تنه اتباع په دې قضيه کې نيول شوي هم دي، په داسې حال کې چې پلټنې لا دوام لري. دا چې د خاشقجي په مړي باندې څه شوي دي، لا معلومه شوې نه ده. تر اوسه پورې د سعودي عربستان مشرتابه په تکرار سره دا خبره ردوله چې نوموړی ژورناليست دې ګويا په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی وي. د قضيې اوسنۍ بڼه د ترکيې حکومت ته د نزدې رسنيو له معلوماتو سره په تضاد کې ده. د هغوی د معلوماتو له مخې خاشقجي له سعودي عربستان څخه د يوې راغلې ۱۵ کسيزې ځانګړې کومانډو له طرفه په ژوندوني ټوټه کړل شوی وو. ترکي پلټونکو د جمعې په ورځ د استانبول د شمال په يوه ځنګل کې او د مرمره سمندر په اوږدو کې پروت په يالووا نومي ښار کې په خاشقجي پسې لټون ته دوام ورکړی دی. هغوی داسې اټکل کوي چې د لادرکه شوي جسد ټوټې به يې ښايي هلته پټي کړل شوي وي. خاشقجي چې په امريکا متحده آيالاتو کې يې په تبعيد کې ژوند کاوه، د اکتوبر پر دويمه نېټه قونسلګرۍ ته ورغلی وو څو د خپل واده له پاره اسناد لاس واخلي. له هغه وخت راهيسې هغه لادرکه شوی وو.
يو استخباراتي کارکوونکی او د پاچا يو مشاور ګوښه کړل شول. د خاشقجي د مړينې له تائيد سره سم د سعودي دولتي رسنيو دا هم ويلي دي چې د استخباراتو مرستيال مشر، احمد العسيري او د پاچا د رسنيزو چارو مشاور، سعود القحطاني، له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي. دواړه د وليعهد محمد بن سلمان نزدې کسان بلل کيږي. نوموړی خپله هم د خاشقجي په قضيه کې له ډېرېدونکي نړيوال فشار سره مخامخ شوی دی. د سعودي پاچا سلمان او د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د دغې قضيې پر سر اوس په دويم ځل تليفوني خبرې کړې دي. هغوی پر دې توافق کړی دی چې د خاشقجي د مړينې د عواملو په سپينولو کې به دواړه لوري خپلې نزدې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ملګري ملتونه خورا ناراحته دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتېرش، وويل چې د «مشهور منتقد» د تاوتريخجنې وژنې له کبله «خورا ناراحته» دی. ګوتېرش پر دې ټينګار وکړ چې د خاشقجي د مړينې عوامل بايد ډېر ژر، په دقت او شفافيت سره وپلټل شي.

د امريکا کانګرس هم شک لري

د امريکا متحده آيالاتو په کانګرس کې بېلابېل ګوندونه د سعودي عربستان له خوا شوو څرګندونو ته د شک په سترګه گوري. جمهوري غوښتونکي سناتور، ليندسې ګراهېم په خپل تويتر کې وليکل چې دی د سعودي څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري. د کانګرس استازي، اليوت اېنګل، چې د استازو د مجلس د بهرنيو چارو په پلاوي کې تر ټولو جګپوړی ديموکرات استازی دی، د سعودي څرګندونې هم د باور وړ ونه بللې. سپينې ماڼۍ بيا په خپل لومړني غبرګون کې د سعودي عربستان له پاره له ناوړو عواقبو څخه خبرې ونه کړې. فقط دومره وويل شول: «متحده آيالات د سعودي عربستان د شاهي دولت څرګندونې درک کړې دي، د جمال خاشقجي په قضيه کې پلټنې روانې دي او د تر اوسه پورې پېژندل شوو شکمنو کسانو په وړاندې اقدام شوی دی».
ترمپ له يوه لومړني مهم قدم څخه خبرې کوي

د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سعوديانو له خوا له يوه مهم لومړي قدم څخه خبرې کولې. هغه وويل چې د هغوی څرګندونې د باور وړ دي. زياته يې کړه چې د سعودي مشرتابه به ده ته هرومرو دورغ نه وايي. په عين وخت کې يې يو ځل بيا ژمنه وکړه چې تر کومې پرېکړې کولو مخکې به د امريکا کانګرس ته هم مراجعه کوي. تر دې وړاندې ترمپ په تکرار سره د دې مخه نيولې وه چې له سعودي عربستان سره دي د پوځي تجهيراتو او نورو تجارتونو په برخه کې روانې معاملې چې ارزښت يې په سوونو مليارډو ډالرو ته رسيږي، لغوه شي. ځکه چې په خبره يې دغه کار «د امريکا متحده آيالاتو ته ضرر رسوي.» هغه يو ځل بيا له سعودي عربستان سره تر اوسه پورې ډېرې نزدې همکارۍ ته اشاره وکړه او ويې ويل: «سعودي عربستان زموږ يو ډېر ښه متحد دی، له دې کبله دا هر څه ډېر خواشينونکي دي.»

USA Kapitol in Washington
د امريکا د کانګرس ډېر غړي د سعودي څرګندونو ته د شک په سترګه ګوريانځور: Imago/ZumaPress/E. Golub
Ahmed Assiri Saudi Arabien General Brigadier
د سعودي د استخباراتو مرستيال مشر، احمد العسيري، له خپلې دندې ګوښه کړل شوانځور: Getty Images/AFP/F.Nureldine