1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرګردانه مهاجرو ته د ایټالیا د حکومت نوې تګلاره

۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبه

د مهاجرت له بحران سره د مبارزې له پاره د ایټالیا حکومت یو نوی پلان وړاندي کړ. په دې پلان کې وړاندیز شوی چې پناه غوښتونکي دې د نړۍ پر بیلابیلو هیوادونو باندي وویشل شي.

https://p.dw.com/p/2l5eU
Italien Palermo - 8000 Flüchtlinge im Mittelmeer gerettet
انځور: picture-alliance/ROPI/I. Petyx

په لیبیا کې سرګردانه او در په دره مهاجرو ته د قانوني پناه غوښتنې او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د دوی د ویشلو له پاره، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انجلینو الفانو یوه نوې تګلاره وړاندیز کړې. نوموړي د لیبیا پلازمینې طرابلس ته له تګ څخه مخکې د ایټالیا په پلازمینه روم کې تیره ورځ خپل دغه پلان وړاندي کړ.

الفانو د پارلمان یوې کمیټې ته وویل چې په آزمیښتې توګه به زر مهاجر پر داسې هیوادونو وویشل شي چې مهاجرو ته ښه راغلاست وايي. د هغه په وینا دا پلان به یو انقلاب او ستر بدلون وي، ځکه چې د دې پلان په چوکاټ کې به د مهاجرو کوربه هیوادونو د پناه غوښتونکو ټول معلومات وړاندي کوي.

له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه پوري له منځي ختیځ، آسیا او افریقا څخه شاوخوا ۶۰۰ زره مهاجر ایټالیا ته رسیدلې دي. زیاتره مهاجر د خپل ژوند په خطر کې اچولو او د انساني قاچاقبرانو د کړیو په مرسته له لیبیا څخه د مدیترانې له لارې ځانونه ایټالیا ته رسوي.

د مهاجرو له کړکیچ سره د مبارزې له پاره د ایټالیا حکومت څو ځله له اروپايي ټولنې څخه د مرستو غوښتنه هم کړې. په دې ترڅ کې د اروپایي ټولنې پر غړو هیوادونو باندې په مساوي توګه د مهاجرو د ویش پروګرام هم په دې اونۍ کې پای ته ورسید. د دې پروګرام له لارې د ټاکلو شوو ۱۶۰ زرو مهاجرو له جملې څخه یوازي۲۰ سلنه یې ویشل شوي دي.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون د دې پروګرام په پای ته رسیدو سره یو بل نوی پروګرام وړاندیز شوی چې پکې تر ټولو ډیر اړتیا لرونکي۵۰ زره مهاجر به په راتلونکو دوو کلونو کې ځای پر ځای شي. په ورته وخت کې له طرابلس چارواکو سره د زرو کسانو د انتقال له پاره د ترانزیت د یوه مرکز پر سر هم مذاکرات راون دي.

زموږ له ارشيف څخه: