1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«روسیه د طالبانو او د غني د سیاسي مخالفینو کوربه توب کوي»

۱۳۹۷ بهمن ۱۱, پنجشنبه

روسيې او د طالبانو سرچینو ویلي دي چې روسیه به د سه شنبې په ورځ د طالب استازو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سیاسي مخالفینو کوربه وي. یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې دا د روسیې له خوا د امریکا د سولې هڅو ګډوډول دي.

https://p.dw.com/p/3CW6y
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

سرچینو ویلي دي چې مسکو له دې کبله افغان حکومت دې غونډې ته نه دی بللی چې پکې د طالبان ګډون یقیني کړي. طالبان د ولسمشر اشرف غني د حکومت له استازو سره له خبرو کلولو ډډه کوي او ادعا کوي چې دا د «امریکا لاس ناستی حکومت دی».

یوه روسي چارواکي د نوم نه خپریدو په شرط ویلي دي: «د طالبانو لوړپوړي مشران او یو شمیر برجسته افغان سیاستوال به په یوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون له پاره مسکو ته سفر وکړي. په دې حساس وخت کې، دا ښه وګنل شوه چې په میز کې [په غونډه کې] د افغان حکومت چارواکي نه وي.»

په کابل کې د روسیې سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مسکو دغه احتمالي غونډه په افغانستان کې د روسیې نقش په ډاګه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د یوه نوي رپوټ له مخې افغان امنیتي ځواکونو د خپل هیواد پر لا ډیرو سیمو باندې کنترول له لاسه ورکړی دی. د افغانستان د بیا رغوني د څار امریکایي ادارې یا سیګار په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې پر سیمو او د افغانستان پر نفوس باندې د افغان امنیتي ځواکونو نفوذ کم شوی دی.

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د یو شمیر سیاستوالو او طالبانو تر منځ په مسکو کې د راتلونکې غونډې خبر کابل او امریکا متحده ایالات په غوسه کړي دي. کرزی په دې باور دی چې روسیه کولی شي په افغانستان کې لا ډیر نقش ولوبوي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي دي: «روسیه یو ځل بیا غواړي چې د امریکا په ملاتړ سوله او د افغانستان د ستونزې سیاسي حل ګډوډ کړي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د روسیې دا هڅه ثابتوي چې دغه هیواد ژمن دی چې د افغانستان حکومت تحقیر کړي. ویل شوي دي چې د ولسمشر غني سر سخته مخالفین چې پکې د بلخ ولایت پخوانی والي عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست ګوښه شوی دویم مرستیال محمد محقق او د هرات پخوانی والی اسماعیل خان شامل دي، مسکو ته به په دې غونډه کې د ګډون په موخه سفر وکړي. دغو درو واړو کسانو تر دې مخکې د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد په افغانستان کې جگړه کړې ده.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه ویاند سهیل شاهین، ویلي دي چې د محمد عباس ستانکزي په مشري یو پلاوی به مسکو ته سفر وکړي. د طالبانو دغه ویاند بیا د غونډې موده دوې ورځې وښوده.

مسکو د تیر کال په نومبر میاشت کې هم د یوې غونډې کوربه وو چې پکې د نورو تر څنګ د افغان د سولې عالي شورا غړو هم ګډون کړی وو. کارپوهان وایي چې روسیه غواړي له طالبانو سره چې په افغانستان کې د اسلامي دولت پر ضد هم جنګیږي، ښې اړیکې ولري.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي، وویل: «روسیه پوهیږي چې د غني حکومت د امریکا په ملاتړ رامنځ ته شوی وو او له همدې کبله ورته اهمیت نه ورکوي.»

دغه کارپوه زیاته کړې ده چې د امریکا او روسیې تر منځ د نزدې همکاري د نه شتون په صورت کې د مسکو غونډه د سولې له پاره روانې هڅې زیانمولی شي.