1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سريلانکا: په بريدگرو پسي لټون روان دی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبه

په سريلانکا کي پر کليساوو او لوکسو هوټلونو باندي تر بريدونو وروسته، د قربانيانو شمير نور هم لوړ سوي. داسي ښکاري چي استخباراتي ادارې مخکي تر بريد لا، معلومات تر لاسه کړي وي.

https://p.dw.com/p/3HDYq
Sri Lanka Colombo Explosion in St. Sebastian Kirche
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Karunarathne

د پوليسو د نوو رپوټونو له مخي، په سريلانکا کي د يکشنبه په بريدونو کي ۲۹۰ کسان وژل سوي چي په ډله کي يي له بيلابيلو هيوادونو څخه ۳۵ بهرنيان هم شامل دي.

د شاوخوا ۴۵۰ زخميانو له جملې څخه چي په روغتونونو کي تر درملني لاندي ول، ۱۹ يي بهرنيان دي. د حکومتي کړيو په حواله، د  سريلانکا جمهور رئيس ميتريپالا سيريسنا، د ملي امنيت له شورا سره په ګډه يوه  بيړنۍ غونډه رابللې تر څو د وضعيت په هکله سلا مشورې وکړي.

د يکشنبه په ورځ لږترلږه اته چاودني وسوې چي درې يي پر کليساوو او درې نورې يي پر لوکسو هوټلونو باندي وې چي د نورو تر څنګ په پلازمېنه کولمبو کي هم رامنځته سوې.

پر هوټلونو باندي دغه بريدونه تقريباً په عين وخت کي ترسره سول. په کليساوو کي په دغه وخت کي د عيسويانو د اختر عبادت ترسره کيده چي ډير کسان هم هلته ووژل سول.

د يکشنبه په ماښام بيا تر ټولو لوي هوايي ډګر ته نژدې چي له پلازمينې کولمبو څخه ۳۰ کيلومتره ليري دی، چاوديدونکي مواد وموندل سول چي د هوايي تجهيزاتو د يوه افسر په خبره هغه شنډ کړل سول.

 

که څه هم د پوليسو په حواله تر اوسه پوري د پيښې په تړاو ۲۴ کسان نيول سوي دي، خو بيا هم د پيښې علت معلوم نه دی. همدارنګه يي مسووليت هم تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخيستی. د سريلانکا لومړي وزير رانيل ويکرمسنګهه په خبره ټول نيول سوي کسان سريلانکايان دي او اوس هڅه کوي چي دا معلومه کړي چي آيا بريدکوونکو خو به له نړيوالو ترهګرو سره کومي اړيکي نه درلودې .

هغه زياته کړه: «موږ به هيڅکله اجازه ور نه کړو چي ترهګري، په سريلانکا کي خپل سر راپورته کړي. ټول تدابير به ونيسو، تر څو ترهګري له منځه ولاړه سي.»

همدارنګه د سريلانکا استجباراتي ادارې هم د بريد په اړه د يوې پيژندل سوي، ځايي اسلامي ډلې په هکله لارښووني تر لاسه کړي دي.

Sri Lanka Colombo Negombo in St. Sebastian Kirche
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Karunarathne

د دفاع وزير مرستيال رووان ويجواردينه، د دغه ترهګر بريد مسئوليت پر افراطيانو اچوي. هغه په ټول هيواد کي پر ګرځيدو راګرځيدو باندي د بنديز غوښتنه وکړه. همدارنګه حکومت بيا د خپلو معلوماتو له مخي ټولنيزو رسنيو ته پر لاس رسي هم بنديز لګولی او مکتبونه او پوهنتونه هم تړلي پاته دي.

 

تر څه ناڅه  لسو آرامو کلونو وروسته ترهګري

د هند په اوقيانوس کي دغه پروت ټاپو د خپلو حاره يي ساحلونو په لرلو سره، د سيلانيانو د خوښي وړ سيمه بلل کيږي. همدارنګه آلمانان او نور اروپايان هم په ډيره مينه دغه هيواد ته سفر کوي. هلته له کلونو راهيسي کوم لوی بريد نه وو ترسره سوي. په ۲۰۰۹م کال کي دوامداره ،۲۶ کلنه داخلي جګړه پاي ته ورسيده. د سريلانکا يوازي ۷ سلنه اوسيدونکي عيسويان دي. ددغه هيواد له شلو ميليونو نفوس څخه، اکثريت يي بودايي مذهبه دي.

دغو بريدونو نړيوال غبرګونونه راپارولي

پاپ فرانسسکو په روم کي د لسهاوو زرو عبادت کوونکو په مخکي د قربانيانو يادونه وکړه. د ملګرو ملتو عمومي منشي  انتونيو ګوتيريس، د عيسويانو ددغه سپيڅلي اختر په ورځ، پرکليساوو او لوکسو هوټلونو باندي د بريدونو په هکله خپله سخته انديښنه ښکاره کړه.

د نورو هيوادونو مشرانو، د هغو په ډله کي د امريکا جمهور رئيس دونالد ترمپ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير او صدراعظمي انګيلا ميرکل دغه بريدونه په کلکه وغندل.

همدارنګه له سريلانکا سره د پيوستون له امله، د تل ابيب ښاروالي د سريلانکا په رنګونو روښانه سوې وه. د پاريس د ايفل برج هم د سريلانکا د قربانيانو په يادون سره د شپې په عنعنوي څراغونو روښانه سوی وو.

د سريلانکا د حکومت په حواله، يوې سريلانکايي افراطي اسلامي ډلي د يوې نړيوالي شبکې په مرسته د یکشنبې د ورځي بريدونه ترسره کړي. د سريلانکا د کابينې وياند، راجیتا سیناراتنه د دوشنبې په ورځ وويل، حکومت په دې خبره مطمئن دی چي د توحید جماعت په نامه ډلي دغه ځانمرګي ترهګر بريدونه کړي دي. پوليسو ددغو بریدونو په هکله لومړني معلومات د اپریل پر څلورمه لا ترلاسه کړي ول.

دویچه ویله آنلاین/ پ ، ګ