1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
۱۳۹۹ مرداد ۲۴, جمعه
https://p.dw.com/p/3gwjn

د سرطان ناروغي د زياتو لاملونو له کبله د انسان په وجود کي پيدا کيدلای سي. خو د ګوتو په شمېر څو داسي لاملونه دي چي په زياته اندازه په سرطان د اخته کېدو سبب کيږي. په دې ترڅ کي د ۲۵ او ۳۰ سلنې تر منځ لامل يې سګرېټ/تمباکو/نسوار/شراب او د ۲۰ او ۴۰ سلنې تر منځ لامل يې غيرمتوازن خوراک کيدلای سي. ژنيټيک/موروثيت، انفېکشين، په کار کي ناخوښي، د لمر وړانګې، غيرمستقيم د سګرېټو د دود تنفس کول (هغه ځای کي ناسته، چيري چي سګرېټ څکول کيږي) او راديو اکتيف چاپيريال يا کار ځي کي اوسېدل هم د سرطان لامل کيدلای سي.