1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

«افغان لوبډله به د يوه منظم پلان سره د لوبې ډګر ته ځي»

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

افغانستان به د شنبې په ورځ (د جون ۱۵مه) خپله څلورمه لوبه له سويلي افريقا سره وکړي. د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلې په روان نړيوال جام کې تر اوسه درې لوبې کړي او درې واړه يې بايلودلي دي.

https://p.dw.com/p/3KR1K
Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

د افغانستان د کرکيټ بورد وياند فريد هوتک دويچه وله ته وویل چې افغان لوبډلې د خپلې څلورمې لوبې له پاره پوره تیاری نيولی دی او د «يو منظم پلان له مخې به د لوبې ډګر ته ورځي.» هغه د راشد خان د روغتيايي وضعيت په اړه چې له نوي زيلاند سره د لوبې پر مهال په توپ په سر لګيدلی وو هم ډاډ ورکړ: «د راشد خان روغتیايي وضعیت سل په سلو کې ښه دی.» خو هوتک په دې اړه چې هغه به له سويلي افريقا سره په لوبه کې ګډون وکړي که نه، وويل چې په دې اړه څه ويل به له وخته مخکې خبره وي.

افغان لوبډلې له نړيوال جام څخه د مخه په څو جامونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې. دغو برياوو افغانان هيله مند کړي وو چې دغه ټيم به په نړيوال جام کې هم ښه وځليږي، خو تر اوسه هغسې نه دي شوي. افغانستان په روان پنځوس اوريز نړيوال جام کې خپلې درې لوبې پر له پسې بايلودلي دي. افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د استراليا، دوهمه د سريلانکا او دريمه يې د نيوزيلند په وړاندې بايلودې ده.

افغانان په دې هيله دي چې افغان لوبډله له تيرو ماتو ښه تجربه واخلي او په راتلونکو لوبو کې خپله ښه وړتيا ښکاره کړي. سويلي افريقا چې د شنبې په ورځ به افغانستان ورسره لوبه کوي، هم په روان جام کې د افغانستان په څير خپلې ۳ لومړنۍ لوبې بايلودلي او څلورمه يې د باران له امله ترسره نه شوه.

هوتک وويل: «دواړو ټيمونو خپلې درې لوبې پر له پسې بايلودلي او راتلونکې لوبه کې دواړه لوري هڅه کوي چې دغه لوبه د ځان په نفع وګټي.» تر دې مخکې د افغانستان ملي تلويزيون، بريتانيا ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د سفر خبره کړې وه، او ويلي وو چې په دې لړ کې به ولسمشر د افغانستان او بريتانيا ترمنځ لوبې څخه هم ليدنه وکړي.

د افغانستان د کريکټ بورد د وياند په حواله له سويلې افريقا سره د افغانستان سبانۍ لوبه به د افغانستان په وخت د مازديګر په پنځو بجو ترسره کيږي.

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله به سبا خپله څلورمه لوبه له سويلي افريقا سره کوي. په پام کې ده ولسمشر غني هم د دغې لوبې ليدو ته ورشي. تاسو د افغانستان د ګټلو چانس څنګه ارزوئ؟