1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساينس پوهانو د باکترياو د چټک ټيسټ آله اختراع کړې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

اوس ښايي ډاکتران نور مجبور نه وي چې له لابراتواره د مريض د ويني معاينې د نتيجې تر راتلو د مخه هغه ته قوي انتي بيوتک وليکي. ځکه ساينس پوهانو داسې يوه آله جوړه کړې ده چې د ورځو پر ځای په دقيقو کې نتايج ورکوي.

https://p.dw.com/p/3I57o
Candidatus Desulforudis audaxviator
انځور: Greg Wanger/Gordon Southam

دا آله د پنسلوانيا د ايالتي پوهنتون د ساينس پوهانو ډلې جوړه کړې ده او د دوشنبې په ورځ یې د «علومو ملي اکاډمۍ» په يوه رپوټ کې په اړه معلومات ورکړي دي.

دا آله چې په جوړولو کې یې د حياتي طب انجينرۍ او ميخانيکي انجينرۍ د برخې پروفيسر پاک کن وونگ هم برخه اخيسته وه، د مايکرو تخنيک په کارولو سره د باکترياو يوه حجره هم معلومولی شي او دغه حجره بيا د يوه اليکترون زره بين لاندې معاينه کيدلای شي.

د دې نوې هڅې له لارې متخصصين بيا کولی شي د درو يا څلورو ورځو پر ځای چې د لابراتوار معاينه یې په عمومي ډول نيسي، په۳۰ دقيقو کې معلومه کړي چې آيا باکترياوې موجودې دي او که نه او له دوا سره یې حساسيت څرنگه دی.

پروفيسر وونگ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ اوسمهال په داسې حال کې انتي بيوتک توصيه کوو چې لا د باکترياو شتون ثابت هم نه وي.» هغه زياته کړه: «دا بې ځايه توصيه ده. له ډېرو شيانو څخه چې موږ هڅه کوله پرې پوه شو يو دا وو چې آيا موږ کولی شو د باکترياو شتون ژر معلوم کړو؟»

د څيړونکو له خوا په خپاره شوي سند کې ويل شوي چې پر دې سربيره چې د باکترياو د معلومولو جوگه شوي يوو، دا آله ښايي د باکترياو د ډول په معلومولو کې هم له دې لارې پيل وکړي چې آيا د حجرو شکل کروي ډوله، اوږد او که کماني ډوله دی.

خو وونگ وايي: «تر اوسه دا آله د باکترياو شتون کشفولی شي او دا لا تر اوسه پوري نشي معلومولی چې دا کوم ډول باکتريا ده.»

هغه زياته کړه چې د باکتريا تر معلومولو وروسته پر سامپل يا نمونه انتي بيوتک کارول کيږي څو دا معلومه شي چې آيا زنځيرونه یې مقاوم دي که نه. د مقاوم باکترياو په صورت کې بيا په عموي توگه د انتي بيوتکو کارول گټه نه لري.

وونگ وايي: «د ادرارو سسټم لکه د مثانې او پښتورگو ميکروبي ناروغۍ زياتره وخت د باکترياو له وجې وي.» هغه زياتوي: «خو د ادرارو ۷۵ سلنه نمومې چې د ټيست له پاره لابراتوار ته استول کيږي، نتيجې یې منفي وي. يعني د باکترياو شتون پکښې نه ثابتيږي. خو په کلينک کې ځای پر ځای په چټگه توگه د باکترياو شتون يا نه شتون ثابتول به د دې باعث شي چې د مريض چټکه او ښه درملنه وشي.»

وونگ زياته کړه چې ډلې یې د اختراع د موقت حق د ثبت له پاره عريضه کړې ده او تمه لري چې تر دومره اندازې چې په روغتونو او معاينه خانو کې ترې استعفاده وکړای شي، تر کوچنۍ کولو وروسته به په درو کلونو کې بازار ته وړاندې کړل شي.

B.S/N.Z(AFP)