1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زوروري زلزلې د ايټالیا مرکزي برخه ولړزوله

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

د ریشتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې پر مرکزي ایټالیا سربیره تر ۱۰۰ کیلومتره واټن پوري سیمې ولړزولې. د ايټالیا د ملکي ساتني ادارې دغه زلزله ډیره زوروره وبلله او وايي چې د مرګ ژوبلي او د کورونو د نړیدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Jo1j
Italien Erdbeben Amatrice
انځور: Reuters/E. Grillotti

زلزلې د چهار شنبې په ورځ په ځايي وخت سهار پر ۳ بجو او ۳۶ دقیقو د پیروګیا ایالت مرکزي سیمه نورسیه ولړزوله. د کورونو د نړیدو له امله لږ تر لږه د ۱۰ کسانو د مرګ خبر ورکړل شوی دی.

تر ټولو ډیر زیانمن شوي ځایونه اکومولي، امتریس، پوسته او ارکوته دل ترونتو سیمې په ګوته شوي دي.

رای ((RAI ځايي دولتي رادیو وايي چې په مرکزي امبریه او مارچې سیمو کښې له زلزلې سره سم خلک واټونو ته راووتل.

په اسکولي پیسنو کښې د دویچه ویله خبریال، لیویس سندرز چې د زلزلې له مرکز څخه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لیري وو وویل زه «د زلزلې له امله په ویریدلي حالت کښې له خوبه راپاڅیدم.»

د اکومولي ښاروال، ستیفانو پتروشي وویل: «اوس ورځ شوه او د تمې خلاف د زلزلې نتیجه ډیره ویجاړونکې ده. هرچیري ودانۍ ویجاړي شوي، خلک تر نړیدلو کورونو لاندي بند پاتي دي او د ژوند نښې نه لیدل کیږي.»

د امتریس ښاروال، سرګیو پیروزي ار اې ای راډیو ته وویل چې «نیم ښار له منځه تللی. خلک تر نړیدلو ودانیو لاندي بند پاتي دي او د ځمکې ښویدنې او د پلونو ویجاړۍ هم ترسترګو کیږي.»

Italien Erdbeben Amatrice
انځور: Reuters/E. Grillotti

د زلزلې ژوروالۍ ۱۰ کیلیومتره وو او تر زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شول.

د زلزلې مرکز ته څیرمه د امتریس ښاروال وویل چې دغه «ښار نور له منځه تللی.» هغه زیاته کړې ده چې د زیانونو کچه ډیره زیاته ده او خلک تر اوسه هم تر نړیدلو کورنو لاندي بند پاتي دي.

د امریکا د جیولوژیکې سروې ادارې د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په هکله د نارنجي رنګه څراخ خبردارۍ ورکړ او وايي چې کیدای شي مرګ ژوبله نوره هم ډیره شي.

دغه اداره د سور رنګه څراغ خبردارۍ د اقتصادي زیانونو په اړه هم ورکوي او وايي: «په پراخه کچه زیانونه اوښتي او کیدای شي دغه ناورین نور هم پراخ شي.»

زلزله ان د روم تر ښاره احساس شوې ده چې د زلزلې له مرکز څخه شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره واټن لري.

په ۲۰۰۹م کال کښې یوې ۶.۳ درجې زلزلې د ایټالیا ابروزو ته څیرمه د لاکویلا سیمه ولړزوله چې پکښې تر۳۰۰ ډېرو انسانانو ژوند ئې واخيست.

په افغانستان او پاکستان کي د زلزلې ويجاړۍ