1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمی خلیلزاد: له ملا برادر سره مې د لومړي ځل له پاره ولیدل

۱۳۹۷ اسفند ۶, دوشنبه

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د واشنګټن ځانګړی استازی دوحه ته رسیدلی دی. د طالبانو جګپوړي غړي هم قطر ته رسیدلي دي. خلیلزاد وایي چې د کاري غرمنۍ پر مهال یي له ملا برادار سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3E1rg
USA Zalmay Khalilzad Washington
انځور: AFP/J. Watson

اټکل کیږي چې د دوشنبې په ورځ د امریکایي پلاوي او طالب استازو تر منځ خبرې اترې پیل شي. زلمي خلیلزاد د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «له ملا برادر او د هغه له ټیم سره کاري غرمنۍ پای ته ورسیده. د لومړي ځل له پاره مو ولیدل.»

خو په دې هکله لا کوم جزئیات نه شته چې ملا برادر به په رسمي ډول په دغو مذاکراتو کې ګډون کوي که نه. تر دې دمخه زلمي خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي ول چې دوحه، ته ورسید څو د طالبانو له با صلاحتیه پلاوي سره خبري وکړي. هغه په دغه ټویټ کې د جدي کار د پیلیدو یادونه هم کړې وه.

اټکل کیږي چې د طالبانو د جګپوړي غړي ملا برادر په شمول به طالب استازي په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړي، څو د افغانستان اوږدې جګړې ته د حل لارې وموندل شي.

تر دې دمخه اسوشتید پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي وو چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ ۲۵مه) به د زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ مذاکرات بېرته پیل شي.

د رپوټ له مخې ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د ډلې مرستیال بنسټ ایښودونکی دی د هغو طالبانو په ډله کې هم شامل دی چې قطر ته رسیدلي دي. طالبان په قطر کې خپل سیاسي دفتر لري.

ملا برادر د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په پاکستان کې له زندانه آزاد کړل شو او څه موده وړاندې په قطر کې د مرکچي پلاوي د مشر په توګه ټاکل وشو. څو ورځې تر مخه طالبانو ویلي وو چې ښایي هغه د فبرورۍ په ۲۵مه نیټه په پلان شوې غونډه کې ګډون و نه شي کړی.

تر دې دمخه د امریکایي پلاوي او طالب استازو تر منځ په څو غونډو کې مذاکرات له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو او پر داسې يوه تضمین باندې څرخیدل چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالاتو پر ضد د ترهګرو اعمالو له پاره نه استعمالیږي.

اسوشتید پرېس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اټکل کیږي خلیلزاد به پر طالبانو له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو اترو له پاره فشار راوړي. خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو مذاکراتو ډډه کړې ده.