1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

زابل؛ دوه وژل شوي او په ټپیانو کې د ولایتي شورا رئیس شامل دی

۱۳۹۹ آذر ۹, یکشنبه

نن سهار د زابل په مرکز کلات ښار کې د ولایتی شورا د رئيس په ګډون ۲۳ تنه په یوه موټر بم برید کي ټپیان شوي دي. چارواکي وايي چې په دې پیښه کې ۲ تنه وژل شوي او د څلورو کسانو حالت نازک ښوول شوی دی.

https://p.dw.com/p/3lyX4
Verletzter vom Bombenanschlag während der Wahlen in Kandahar, Afghanistan
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Seiam

د زابل ولایت امنیه قومندان حکمت کوچي، دویچه ویله آلمان ږغ ته وویل چې نن سهار لس بجې یوه کس خپل کرولا ډوله موټر د ولایتي شورا د رئيس عطا جان حقبیان له موټرسره جنګولی دی. د کوچي په خبره دغه پېښه د مرکز کلات په زړه کې امنیه قومندانۍ ته څېرمه رامنځته سوې ده.

د امنیه قومندان په خبره په دې چاودنه کې د ولایتي شورا رئيس عطاء جان حقبیان او د هغه د یوه ساتونکي ترڅنګ ۱۰ تنه عام ولسي وګړي ټپیان دي. هغه زیاته: «نن سهار له انفجاري موادو ډک موټر د ولایتي شورا د رئيس له موټر سره [تر ټکر وروسته] چاودنه کړې ده.

په دې موټربم برید کي د ولایتی شورا رئيس او د هغه یو ساتونکی سطحي ټپيان دي او سربیر پر دوی تر لسو پورې ملکي کسان هم ټپيان سوي دي.» د دغې پيښي د مسؤلیت په اړه تر اوسه پورې چا څه نه دي ویلي.

بل لوري ته یوه بله سرچینه د تلفاتو شمیر تر دې هم لوړ ښيي او وايي چې د عطاء جان حقبیان یوساتونکی او یو ولسي وګړی په دې پیښه کې وژل سوي هم دي.

خپله عطاءجان حقبیان له پيښې وروسته په یوه مطبوعاتي ناسته کې وویل، چې هیڅ وخت به د ولس له خدمته لاس وانه خلي او نه به هم دښمنان پردې بریالي سي. حقبیال وویل: «پرما باندې پنځه وارې نور هم موټر بم او ځانمرګي بریدونه سوي دي، خو زه به د خپلو خلکو د خدمت لپاره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ملاتړلی ولاړ یم.» حقبیان د افغانستان په سطحه د ولایتي شوراګانو د ټولنې مسؤلیت هم په غاړه لري.

Karte Afghanistan Provinz Zabul Deutsch
انځور: DW

په عین حال کې د زابل د مرکزي روغتون یو تن ډاکټر د نوم نه ښولو په شرط وايي، چې دوی ته له یادې پيښې د ولایتي شورا د رئيس په ګډون ۲۳ تنه ټپیان ور وړل شوي او دا چې په ټپیانو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي. د سرچینې په قول، په ټپيانو کي د ۴ تنو حالت نازک دی.

په زابل کې عام خلک د ولس په منځ کې دغسي چاودنې غندي او وايي چې دواړو خواوو ته په کار ده، چې د جګړې او ولس وژنې پرځای د سولې روان بهیر ګړندی کړي.

محمد اسماعیل هوتک مدني فعال همدغه خبره کوي او وايي: «موږ له دواړو خواوو غواړو، چې نور جنګ بس دی، په دې جګړه کې یوازي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.»

زابل د کابل - کندهار پر لویه لار پروت نا امنه ولایت دی، چې خاک افغان او دایچوپان ولسوالۍ يې له تیرو لسو کالو راهیسې د دولت د وسلوالو مخالفینو په لاس کې دي.

دغه برید داسې مهال کیږي چې نن پلازمینې کابل ته څیرمه غزني ولایت هم د یوې خونړۍ پیښې شاهد وو. په غزني ولایت کې يوه ځانمرګي موټر بريد د ملي اردو يوه اډه په نښه کړې چې پکې لږ تر لږه ۲۶ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. دغه خبره افغان چارواکو کړې ده.

د غزني د ملکی روغتون چارواکي هم پیښه تائیدوي او وايي چې: «موږ ته تر دې دمه ۲۶ مړي او ۱۷ ټپيان راوړل شوي دي. هغوی ټول امنيتي ځواکونه دي.» 

ابراهیم سپیڅلی