1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو دوو چارواکو د کرزي او عبدالله سره لیدلي دي

۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د رویترز خبري آژانس رپوټ ورکړی چي د طالبانو یوه مشر او د حقاني د شبکې رئیس، انس حقاني د پخواني جمهوررییس حامد کرزي او د سولي د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سره په کابل کي لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3z7ny
Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

رویترز د طالبانو د یوه چارواکي له خولې رپوټ ورکړی چي د طالبانو یوه مشر او د حقاني د شبکې رئیس ، انس حقاني د حکومت د جوړیدو پخاطر د هلو ځلو په دوام د حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. خو رویترز په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي.

داخلي رسنیو همدارنګه رپوټ ورکړی دی، چي انس حقاني د حزب اسلامي د مشر، حکمتیار سره هم په کابل کي لیدلي دي.

انس حقاني د حقاني د شبکې په نامه د  طالبانو د یوې څانگي مشر دی چي په دا وروستیو کلونو کي په افغانستان کي د تر ټولو خونړیو بریدونو په ترسره کولو تورن دی. هغه د افغانستان له حکومت سره بندي وو او په ۲۰۱۹ م کال کي دامریکایی پوهنتون د  دوو امریکایی  او آسترالیایی استادانو سره تبادله  او قطر ته واستول سو. 

حامد کرزي ، عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي گوند مشر گلبدین حکمتیار د اشرف غني تر تښتیدو وروسته او کابل ته د طالب جنگیالیو په راداخلیدو سره اعلان وکړ چي «» د قدرت د سوله اییز انتقال دپاره د همږغۍ شورا» جوړوي.

په همدې حال کي بیا په دوحه کي د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس او مرستیال ، ملا عبدالغني برادر پرون سه شنبه په یوه طیاره کي کندهار ته ولاړی.

که څه هم طالبانو پرته د پنجشیر څخه د کابل په شمول تقریباً د افغانستان ټول ښارونه ترخپل کنټرول لاندي راوستلي، خو تر اوسه یی د حکومت اعلان نه دی کړی او ویلي یی دي چي په دې برخه کي د سیاسي شخصیتونو سره مشورې دوام لري.

خو تیره ورځ د اشرف غني لومړي مرستیال، امرالله صالح د تویتر له لاري په یوه پیغام کي اعلان وکړ چي د جمهوررییس په نه موجودیت کي د اساسي قانون مطابق هغه د جمهوري ریاست سرپرست دی. نوموړی ظاهراً د پنجشیر په ولایت کی دی او ویلي یې دي چي د طالبانو په مقابل کي مقاومت کوي.

(GP/MQ (Reuters