1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: منځګړي د محکمو پر ځای د افغانو مېرمنيو پرېکړي کوي

خليل الرحمن اميد / کابل۱۳۹۴ فروردین ۳۰, یکشنبه

د ملګرو ملتونو وروستی خپور شوی رپوټ « ښځې او عدالت» ښيي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د محکمو پر ځای د منځګړو له خوا هواریږي.

https://p.dw.com/p/1FAic
انځور: AFP/Getty Images/A. Karimi

د ملګرو ملتونو له خوا د ياد راپور د جوړولو په خاطر د ۱۱۰ هغو ښځو دوسیې په ۱۸ ولایتونو کې څېړل شوې چې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي. رپوټ ښيي چې یوازې ۱۱۰ قضیو ته د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا رسېدنه شوې. د دې رپوټ موندنې ښيي چې ښځو ځکه د منځکړيتوب پرېکړې خوښې کړې چې له عدلي تعقیب او تاوتریخوالي د عاملینو څخه وېره لري.

په رپوټ کې ځپل شویو ښځو ویلي چي د افغانستان نظام له فساد څخه ډک او د لاسرسي وړ نه دی چې له همدې کبله یې د قضايي نظام پر ځای د دریمګړو پرېکړې پر ځان منلې دي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ایوان شیمون ویچ د يکشنبه په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپرېل ۱۹مه) په کابل کې د دې رپوټ د خپراوي په کنفرانس کې وویل:« دې څېړنې ښودلې چې ښځې د یوې داسې حقوقي حللارې په لټه کې دي چې له کوم چا څخه د طلاق او او یا ژوند کولو طریقه په امن فضا کې تر سره کړي. او یا هم د تاوتریخوالي عاملینو ته مجازات ورکړي. خو هغوی نه دي توانېدلې ځکه هغوی د تاوتریخوالي د عاملینو له اقتصادي او ټولیزو جزاو څخه په وېره کې دي.»

په دې ټولنه کې د ښځو اقتصادي کمزورتیاوې بل لامل کیږي چې قرباني شوې ښځې د تاوتریخوالي عاملین وبښي او تریخ ژوند تېر کړي. رپوټ ښيي کله چې ښځې اړوندو ادارو ته له تاوتریخوالي شکایت کوي بېله دې چې بېرته د خپل مېړه کورته لاړې شي د اوسېدو له پاره بل کوم ځای نه لري، او زیاتوي چې د افغانستان قوانینو هم په دې برخه کې اسانتیاوې نه دي رامنځته کړې.

له تبغیض ډک منځکړيتوبونه

د رپوټ موندنې ښيي چې ۴۷ سلنه پېښې د قانون د تنفیذینو په منځکړيتوب، ۲۲ سلنه د شخړو د سنتي مېکانیزم، ۱۷ سلنه د غېر دولتي ادارو، او ۱۵ سلنه یې د ملایانو او پولیسو له خوا هوارې شوې دي. په رپوټ کې راغلي چې ۴۰ سلنه پېښې د ښځو پر منځکړیتوب هوارې شوې او له دې ډلې څخه د ۵۲ سلنه ښځو ستونزې هوارې شوې دي.

که څه هم د دې منځکړیتوب څخه ډېرې ښځې خوشاله دي خو د ملګرو ملتونو دا رپوټ ښيي‌ چې له ښځو سره په منځکړیتوب کې له تبعیض څخه کار اخستل شوی. ملګري ملتونه وايي سره له دې چې عدالت ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې تر یوه بریده کار شوی خو بیا هم زیاتوي چې په دې برخه کې نړیوالو معیارونو ته د رسېدو له پاره لوی واټن پاته دی.

په خپاره شوې رپوټ کې افغان حکومت ته ۱۹ وړاندیزونه هم شوي چې مهم یې په قانون او د قانون په پلي کېدونکو ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د قانون تنفیذینو ته د تخصص تر کچې د زده کړو زمینه برابرول او د عدلي سسټم عښتلي کول دي.

ماتېدونکې لاسته راوړنې

بل پلو بیا د بشری حقونو د کمېسیون مشرې سیما ثمر په دې کنفرانس کې د تېرو ۱۳ کالو لاسته راوړنې مثبتې و ارزولې او زیاته یې کړه چې ښځو او نارینه و ته د مساوي حق قانون په رسمیت پېژندل شوی او دا مهال مساوي حقونه لري.

هغې وویل:« ۱۳ کاله وړاندې ښځه په دې نه توانېده چې د کابل پر سړک پلی تګ وکړي. که تللې هم وی نو یوازې د بوټو غږ یې د جرم له پاره بسنه کوله او په درو به وهل کېده.» ثمر په داسې حال کې یاده خبره کوي چې د کابل په زړه کې فرخنده په وحشتناک مرګ ووژل شوه او د بشري حقونو د ګڼو مدافعینو تمرکز یې د ښځو حقونو ته راواړاوه.

د بشري حقونو د کمېسیون مشرې هم وویل چې د ټول بشر او په خاصه توګه د ښځو حقونه په دې ټولنه کې تر پښو لاندې کېدونکي دي. هغې وویل:« په لاسته راوړنو سربېره دا لاسته راوړنې ډېر ماتېدونکې دي. ښه بېلګه یې د فرخندې شهادت دی. په جلال اباد کې د بېګنا کسانو وژل، او په زابل کې د۳۱ کسانو تښتول ښيي چې د قانون حاکمیت کمزوری او د افغانستان خلک زیان وړونکي دي.»

ورته مهال بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نېکولس هیسم هم په دې کنفرانس کې ټینګار وکړ چې په ډېرو مواردو کې قرباني شوې ښځې د منځکړيتوب پر مهال موجودې نه وي او د هغوی په غیاب کې پرېکړې کیږي. هیسم له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دې ډول منځکړیتوب له پاره دې ځانکړې تګلارې جوړې او پلې کړي.