1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: زیهوفر افغانستان ته د مهاجرو د اخراج لړۍ پراخیدل غواړي

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، په پام کې لري چې وړاندیز وکړي، چې یو ځل بیا هغه افغان پناه غوښتونکي چې له آلمان څخه په وتلو مکلف دي، افغانستان ته اخراج شي.

https://p.dw.com/p/3Jvyt
Flüchtlingsunterkunft in Fürstenfeldbruck
انځور: picture-alliance/Zumapress

دغه څه د آلمان د کورنیو چارو وزات د یوې مسودې په طرحه کې راغلي دي چې د کورنیو چارو ایالتي وزیرانو د کنفرانس له پاره چمتو شوې او د آلمان د رسنیو شبکې ترلاسه کړې ده. د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران د جون له ۱۲مې نیټې څخه په کیل کې د درو ورځو له پاره سره سلا مشورې کوي.

رپوټ زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت د دغه غوښتنلیک له مخې په راتلونکي کې بیا د مهاجرو اخراج درو ډلو پورې چې پکې مجرمین، خطر پيښونکي او هغه کسان چې د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي، محدوده نه شي. پر دې سربیره تر ټولو زیات د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وضعیت نوې ارزونه دا ممکنوي چې یو ځل بیا افغانستان ته د ټولو رد شوو پناه غوښتونکو اخراج تر سره شي.

رپوټ زیاتوي چې د مسودې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت دغه نوی وړاندیز د تیر په شان د مسیحي اتحاد او سوسیال دیموکراتانو په مشرۍ د ایالتي حکومتونو تر منځ یوه شخړه ایزه موضوع ده. د تیر کال په نومبر میاشتې کې د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هغو ایالتونو چې په کې سوسیال دیموکراتان حکومت کوي دا خبره رد کړې وه چې ګنې په افغانستان کې دومره کافي خوندي سیمې شته، چې هغه کورنۍ ورته هم اخراج شي چې ماشومان لري.

پر دې سربیره د جون میاشتې په پای کې سوریې ته د اخراج درولو د نیټې غځول هم شخړه ایزه موضوع ده. په داسې حال کې چې مسیحي اتحاد دغه موده د شپږو میاشتو له پاره تمدیدول غواړي، سوسیال دیموکراتان بیا غواړي چې لږ تر لږه دغه نیټه د یوه کال له پاره تمدید شي. مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال غواړي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس څخه غوښتنه وکړي چې په سوریه کې داسې آرامه سیمې ولټوي چې په جرم مرتکب شوي سوریایان په یوه بیړنۍ وضعیت کې د دریمګړي هیواد له لارې هلته د استول کیدو امکان ولري.

د آلمان د کورنیو چارو د ایالتي وزیرانو په غونډه کې یو بل غوښتنلیک ایټالیې ته د اخرا پروازونو په اړه ده. د بادن وورتمبیرګ ایالت د غوښتنې له مخې د آلمان حکومت باید له روم څخه وغواړي چې ایټالیې ته د ډله ایز اخراج چارتر الوتکو د پرواز اجازه ورکړي. ایټالیا له یوې مودې راهیسې له دې څخه ډډه کوي چې له آلمان څخه دغه ډول پروازونه ومني، چې له مخې یې پناه غوښتونکي د «دوبلین د مقرراتو» له مخې د اروپایي اتحادیې هغه هیواد ته واستول شي چې لومړی هلته ثبت شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

(sr/ms (kna