آلمان د مهاجرینو له پاره ۷۰ میلیارده یورو مصرفوي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۹, شنبهپه آلمان کې د «شپیګل» په نامه یوې خبري اونیزې د شنبې په ورځ د «۲۰۱۸م کال د مې میاشتې په ۱۹ نیټه» رپوټ ورکړی چې د مهاجرینو له پاره د لګښت دغه معلومات د فدرال آلمان د مالیې وزارت د منځ مهاله پلانونو په سند کې ذکر شوي دي.
د «شپیګل» د رپوټ په حواله د مهاجرینو له پاره د آلمان د مالیې وزارت په دې ۷۰ میلیارد یورویې لګښت کې د فدرال حکومت د هغو سازمانانو ۸ میلیارده یورو مصارف شامل نه دي چې د ائتلافي توافق په اساس د دې هیواد ایالتونه او ناحیې یې باید تر ۲۰۲۱م کال پورې حکومت ته ورکړي ترڅو د مهاجرینو په برخه کې مصرف کړل شي. د دې رپوټ په ادامه کې راغلي چې دا لا معلومه نه ده چې د مهاجرینو له پاره ځانګړې شوې دغه ۷۰ میلیارده یورو به څرنګه د آلمان پر مختلفو ایالتونو او ناحیو باندې ویشل کیږي.
د هغه سند په حواله چې «شپیګل» ورته مراجعه کوي، ټاکل شوې چې د دې پیسو یوه برخه یعنې ۳۱ میلیارده یورو به د مهاجرینو په مبدا هیوادونو کې د مهاجرت د سرچینې او دلالیلو د لمنځه وړلو په برخه کې مصرف کړل شي. د «شپیګل» مجلې په دې رپوټ کې وړاندې لیکل شوي چې د مهاجرینو د ټولنیز ملاتړ له پاره له دې پیسو څخه شاوخوا ۲۱ میلیارده یورو ځانګړې شوې دي.
په عین وخت کې د آلمان د مالیې وزیر اولاف شولتڅ د مهاجرینو د ادغام له پاره او په ځانګړې توګو د مهاجرینو د ژبې د کورسونو له پاره ۱۳ میلیارده یورو حکومت ته په اختیار کې ورکړي دي. «شپیګل» مجلې په خپل رپوټ کې د یوه سند په حواله لیکلي چې د ماهجرینو منل کیدل، ثبت او د دوی ځای پر ځای کولو د حکومت له پاره شاوخوا ۵،۲ میلیارده یورو لګښت لري.
زموږ له آرشیف څخه: