1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو له خوا قصدي وژنې زیاتې شوي دي»‎

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د یوه نوي رپوټ له مخې وسلوالو طالبانو په تیرو شپږ میاشتو کې ډیر شمیر هغه ملکي خلک وژلي دي چې له افغان دولت او یا هم نړیوالو ځواکونو سره تړاو لري او یا ورته وفاداره دي.

https://p.dw.com/p/15m7O
انځور: REUTERS

په کابل کې د ملګرو ملتونو نمایندګي (یوناما) د چهارشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې پکښې راغلي دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د طالبانو د «هدفمندو» وژنو او بریدونو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دﺉ. د یوناما په حواله په روان کال کې ۲۳۷ داسې بریدونه شوي دي چې پکښې ۲۵۵ کسان وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور ټپیان شوي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې دا د تیر میلادي کال دهمدې مودي په پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یوناما رپوټ یادونه کوي چې دغه تکتیک یعنی له مخامخ جګړې څخه مخ اړول او د ملکي کسانو قصدی وژل، تر زیاتې کچې د یاغیانو کمزوري ښيي.

خو د ملګرو ملتونو رپوټ وایی چی په عمومی توګه سږ کال د ملکی وګړو د وژل کیدو پېښی کمې شوې دي. یوناما ویلي دي چې د روان کال په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۱۴۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او ۱۹۵۴ ټپیان دي. دا د تیر کال همدي مودې په پرتله ۱۵ سلنه کموالی ښکاره کوي.

د یوناما د نیم کال په رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۳۰۹۹ وژل شوو او ټپی شوو ملکیانو کې ۹۲۵ ښځي او ماشومان شامل دي. ملګرو ملتونو په دې موده کې د دوژلو شوو کسانو د ۸۰ سلنه برخې ملامتیا پر یاغیانو او د لس سلنه برخې پر افغان او نړیوالو ځواکونو اچولې ده.

رپوټ دغه راز زیاته کړې ده چې یاغیانو د افغانستان پر تعلیمي تاسیساتو باندې خپل بریدونه توند کړي دي. یوناما وایي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یاغیانو پر ښوونځیو او ښوونکو ۳۴ حملي کړي دي چې دا د تیر کال پر پرتله درې برابره زیاتوالی ښیي. په رپوټ کې یادونه شوې ده چې په ناکرارو سیمو کې د «حکومت ضد عناصر» د دې لامل شوي دي چې د تعلیمي نصاب په محتوی کې بدلونونه راولي.

یوناما وایي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یاغیانو پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه راکم کړي دي خو پر افغان امنیتي ځواکونو باندې د هغوی د حملو شمیر کابو مساوي پاتې شوی دﺉ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش