1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: افغانستان د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناک هيواد دی

۱۳۹۸ فروردین ۲۹, پنجشنبه

د بې سرحده خبريالانو سازمان په حواله د رسنيو کارکوونکي اوس هم د بيري په فضا کي کار کوي، همدارنګه په هغو هيوادونو کي هم چي يو وخت ډاډمن ول. نوموړي سازمان ويلي چي افغانستان د ژورناليستانو له پاره تر ټولو خطرناک هيواد دی.

https://p.dw.com/p/3H1G4
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د بې سرحده خبريالانو سازمان «په ۲۰۱۹م کال کي د رسنيو د آزادۍ نوملړ» د خپرولو په ترڅ کي ويلي دي چي د دې کار علت، د ښځو او نارينه خبريالانو پر وړاندي، سيستماتيکه راپارونه بلل کيږي.

په هغو سيمو کي چي دغه حالت پکښي ډير زيات کړکيچڼ سوی، اروپا هم راځي. همدارنګه امريکا متحده ايالات هم درې درجې شاته سوی او په نوملړ کي يي ۴۸م ځای خپل کړی دی.

د دغه سازمان د مديره هيئت وياندي کاتيا ګلوګر، ويلي دي چي په اروپا کي هم د رسنيو پر وړاندي، په هدفمندانه ډول عوامپاله سياستوالو د خپلو تر يو ځايه پاروونکو کمپاينونو پر وخت، له عصبانيتونو څخه کار اخيستی دی چي د تشدد تر سرحده هم رسيدلي دي.

هغه د مثال په ډول د اروپايي ټولني د غړي هيواد چک جمهوريت يادونه کوي چي د فهرست په ۴۰م ځای کي راغلی، همدارنګه د اروپايي ټولني غړيتوب ته کانديد، صربستان هم چي۹۰م ځای يي خپل کړی دی.

د فهرست په سر کي په دريم وار په ترتيب سره، ناروې، فنلنډ او سويډن راغلي دي. په دغو هيوادونو کي د رسنيو حالت تر ټولو ښه ارزول سوی دی. آلمان دوې درجې رامخته سوی او ۱۳م ځای يي خپل کړی دی.

SPERRFRIST Infografik Rangliste Pressefreiheit Index 2019 DE

د نوملړ په ۱۸۰ پلټل سوو هيوادونو کي وروستی ځای ترکمنستان لري، شمالي کوريا ۱۷۹م او اريتيريا ۱۷۸م ځای لري.

دا ځل، تر ټولو لوی بدلون په افريقايي هيوادو کي راغلی دی. يعني دا چي ايتوپيا ۴۰ درجې رامخته سوی او ۱۱۰ځای يې نيولی دی. ګامبيا ۳۰ درجې رامخته سوي او ۹۲م ځای يي خپل کړی دی. همدارنګه تونس ۷۲م ځای لري چي ۲۵ درجې پرمختګ ښيي. خو د مرکزي افريقا جمهوريت د ۳۳ درجو په ترلاسه ورکولو سره، اوس ۱۴۵ځای خپل کړی دی. تانزانيا ۱۱۸ او نيکاراګوا ۱۱۴م دي.

د بې سرحده خبريالانو سازمان په حواله، په ۲۰۱۸م کال کي په نړۍ کي تر ټولو خطرناک هيواد افغانستان وو چي پکښي ۱۶ ژورناليستان وژل سوي دي، په دې ډول درې درجې شاته سوی او په ۱۲۱ ځای کي دی.

په دغه هيواد کي د ۲۰۱۸م کال د اپريل په پای کي د غبرګو بريدونو په نتيجه کي د رسنيو نهه تنه کارکوونکي ووژل سول. ايران د شپږو درجو په له لاسه ورکولو سره په ۱۷۰م ځای کي دی.

بې سرحده خبريالان له ۲۰۰۲ميلادي کال راهيسي د رسنيو د آزادۍ په هکله فهرستونه خپروي. په سږني فهرست کي ۱۸۰هيوادونه درجه بندي سوي دي چي پکښيٍ يوازي ۲۴ سلنه هيوادونه په ښه او يا هم نسبتاً ښه حالت کي راغلي دي. دا په داسي حال کي چي تير کال دغه رقم ۲۶ سلنه وو.

apd/ګ،پ