1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومني: امريکا بايد له طالبانو سره سوله و نه کړي

۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

د امریکا د متحده ايالاتو په ټاکنو کي د جمهوري غوښتوونکو مخکښ کانديد مت رومني، د دوشنبې په ورځ وويل چي امريکا بايد له طالبانو سره د سولي خبري و نه کړي. هغه له طالبانو سره د سولي د پټو خبرو په خاطر پر اوبامانيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/13kg3
«له طالبانو سره خبري اتري د افغانستان خلکو ته هم غلط پيغام استوي»
«له طالبانو سره خبري اتري د افغانستان خلکو ته هم غلط پيغام استوي»انځور: Reuters

رومني تر اوسه پوري د جمهوري غوښتوونکو دوې ټاکني ګټلي دي. په دغو ټاکنو کي جمهوري غوښتوونکي د ديموکرات ولسمشر اوباما په وړاندي يو کانديد غوره کوي.

رومني د جمهوري غوښتوونکو په يوه منازعه کي وويل چي هغه له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو خلاف دئ: «په داسي حال کي چي طالبان زموږ پوځيان وژني امريکا بايد له هغوی سره خبري اتري و نه کړي.»

رومني ويلي دي چي امريکا بايد طالبان د خپلو دښمنانو په توګه وپېژني. د هغه په خبره ولسمشر اوباما امريکا په يوه ضعيفه موقف کي پرې ايښې ده. رومني ويلي دي چي اوباما له افغانستان څخه د امريکايي ځواکوو د وتلو پلان د خپلي سياسي جنترۍ له مخي جوړکړی دئ.

هغه ويلي دي چي اوباما ان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د  بشپړه وتلو نېټه هم اعلان کړې ده.

رومني ويلي دي: «موږ په داسي حال کي چي له افغانستان څخه خپل سرتيري راباسو بايد د يوه ضعيفه موقف څخه د سولي خبري اتري و نه کړو. موږ بايد له طالبانو سره خبري و نه کړو، موږ بايد هغوی ته ماته ورکړو.»

دا په داسي حال کي ده چي لوړپوړو امريکايي چارواکو د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي طالبان او امريکا د خبرو په حال کي دي او کيدای شي چي يوې موافقې ته سره ورسيږي.

د دغه چارواکي په حواله د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو اتري کي په قطر کي د طالبانو له پاره د يوه سياسي دفتر پرانيستل او د ګوانتانامو له زندان څخه د هغوی د ځينو بنديانو آزادول شامل دي.

رومني همداراز په خپلو خبرو کي ويلي دي چي له طالبانو سره خبري اتري د افغانستان خلکو ته هم غلط پيغام استوي. هغه ويلي دي چي امريکا بايد د افغانستان د خلکو د دوست په توګه د طالبانو سره سوله و نه کړي.

که رومني د جمهوري غوښتوونکو ټاکني وګټي، د راتلونکي نومبر په مياشت کي به په ټاکنو کي د اوباما په وړاندي و دريږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله  زيارمل