رومانیا: دویمه شپه ده چې لسګونه زره کسان مظاهرې کوي
۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبهیو وار بیا په لسګونو زرو کسانو د شنبې ورځې په ماښام (د اګست میاشتې ۱۱) د حکومت او مالي فساد پر ضد مظاهرې وکړې. مظاهره کونکو د شنبې د ماښام د احتجاجونو په لړ کې د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي د غندنې ترڅنګ د «مرګ پر دولت» او «عدالت، نه فساد» شعارونه ورکول.
د رسنیو د رپوټونو په حواله دا ځل امنیتي ځواکونو پر خلکو هجوم نه دی ور وړی او مظاهرې په تاوتریخوالي نه دي اوښتي. یو احتجاج کونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زه وروسته تر دې مظاهرو ته راغلم چې په تلویزيون کې مې د جمعې د ورځې پيښې ولیدلې چې پولیس د سوله ایزو مظاهره کونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي».
یوه بل مظاهره کونکي وویل: «زما زامن په هسپانیا کې کار کوي او غواړي بیرته هیواد ته ستانه شي. خو اوس دا کار له امکانه لرې دی، ځکه سیاستوال یوازې د ځان په فکر کې دي او د بل هیڅ چا له پاره هیڅ کار نه کوي».
د جمعې په ورځ په ټوله رومانیا کې اعتراض کونکي سړکونو ته را وتلي ول او د حکومت د استعفاء غوښتنه یې کوله. کله چې د ناپیژندل شویو کسانو یوې ډلې د حکومت پر مقر هجوم وروړ، پولیسو له اوښکې بهونکي ګاز، برقي ډنډې او فشار لرونکي اوبو څخه استفاده وکړه.
د سیمه ایز خبري آژانس «میدیا فاکس» په حواله د امنیتي ځواکونو په غبرګون کې ۴۵۲ تنه ټپیان شول. په ټپیانو کې ۳۵ تنه پولیس هم شامل دي.
په رومانیا کې اعتراضونه د ۲۰۱۷ کال له فبرورۍ، د کله راهیسې نه چې موجوده حکومت واک ته رسیدلی دی، پیل شوي دي. له هم هغه وخته احتجاج کونکي په وار وار سره د حکومت د کړنو په اعتراض کې سړکونو ته راوتلي دي.
د رومانیې حکومت د سوسیال دیموکراتانو له خوا اداره کیږي او دغه ګوند تر اوسه پورې د مالي فساد پر وړاندې د هر ډول اصلاحاتو مخ ته خنډ شوی دی. د انتقاد کونکو په خبره د دې ګوند غړي پخپله په مالي فساد او اختلاس کې لاس لري او له همدې امله د اصلاحاتو د ترسره کیدو مخه نیسي.
د رومانیې ولسمشر کلاس لوهانیس، د خلکو پر وړاندې د پولیسو د جمعې ورځې تاوتریخوالی غندلی دی او د پیښو د ارزونې له پاره یې د یوې کمیټې د تشکيلولو امر کړی دی.
بل لور ته د رومانیا د کورنیو چارو وزیر بیا په بخارست کې د پولیسو له کړنو څخه په دفاع کولو سره ویلي دي، امنیتي ځواکونه له خطرناکو حمله کونکو سره مخامخ ول او له همدې امله دې ته اړ شوي دي چې د تاوتریخوالي له اعمالو کار واخلي.
رومانیا د اروپایې اتحادیې یو له تر ټولو بی وزله هیوادونو څخه دی چې د حکومتي فساد کچه په کې ډیره لوړه ده.