1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د امریکا بندیزونو ته ځان چمتو کړی

۱۳۹۶ مرداد ۵, پنجشنبه

د امریکا د کانګرس له خوا پر روسیې باندې د بندیزونو سختېدو ته روسیه ځان چمتو کوي. د دې دواړو نړیوالو قدرتونو د اړیکو د نوي پیل څرک نه ښکاري او پر ځای يې د ځوابي اقداماتو خبرې کیږي.

https://p.dw.com/p/2hFoF
Deutschland Trump trifft Putin
انځور: picture alliance/dpa/AP/E. Vucci

د امریکا متحدو ایالاتو او روسیې ترمنځ د تازه او ښو اړیکو هیله اوس له منځه تللې ده. دا ځکه چې د سه شنبې په ورځ د امریکا کانګرس پر روسیې باندي نوي بندیزونه تائید کړل چې له امله یې د دواړو خواوو ترمنځ نا باوري رامنځته شوې او د روسیې له خوا د ممکنه ځوابي اقداماتو تمه کیږي.

په دې ترتیب، سره به نو دا په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین تر کړکیچ وروسته د امریکا متحدو ایالتو له خوا پر روسیې باندي تر ټولو سخت بندیزونه وي. د امریکا کانګرس هیله من دی چې په ۲۰۱۶م کال کې د امريکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې په ممکنه لاسوهني کې دغه هیواد ګرم وګڼي، خو مسکو په ټاکنو کې له لاس وهني انکار کوي.

د تازه بندیزونو په نوملړ کې تر ډیره پوري د انرژۍ سکتور ته توجه شوې چې د روسیې د اقتصاد له پاره ډیر مهم دی. د امریکا سنا یا د مشرانو جرګه باید اوس د بندیزونو دغه وړاندیز تائید کړي او بیا د عملي کولو او تصویب له پاره ولسمشر ترمپ ته لیږل کیږي.

د ديپلوماتیکو اړیکو پای

د آلمان په همبورګ ښار کې د تیري میاشتې د جي ۲۰ سرمشریزې په څنګه کې له ولسمشر ترمپ سره په یوه لیدنه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نه د بشپړي، خو څه نا څه «همکاریو د بیا پیلیدو» هیله څرګنه کړه. دا چي دغه بنديزونه د پوتين د هيلو خلاف دي، د پوتین د مطبوعاتو مسؤل، دیمیتري پیسکوف يې نه غوښتل په اړه تبصره وکړي، خو هغه يوازي دومره وويل چې د امریکا د کانګرس پریکړه ډیره بده وه. په دې هکله نور عکس العمل به د دې بندیزونو په تصویب سره را څرګند شي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سیرګي ریبکوف بیا د دې بندیزونو په ځواب کې ویلي دي چې روسیه به د بندیزونو ځواب په خپل ډول ورکړي. په دې ترتیب دغه څرګندونې د امریکا خلاف تر ټولو شدیدې څرګندونې ګڼل کیږي. هغه د دواړو سترو قدرتونو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځ ته کولو وړاندیز کړی.

د روسیې ځواب

که چیري دغه تازه وړاندیز شوي بندیزونه د امریکا د ولسمشر له خوا تصویب شي، کیدای شي د دې کار په ځواب کې روسیه په خپله خاوره کې د امریکا دپلوماتان اخرج کړي. د روسیې په مشرانو جرګه کې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر، کونستانتین کوساتچوف په دې هکله ویلي چې روسیه باید په شدیده توګه د دې بندیزونو ځواب ورکړي ترڅو امریکایان په تکلیف شي.

په عین وخت کې، امریکا متحدو ایالاتو پر روسیې سربیره پر ایران او شمالي کوریا باندي د بندیزونو وړاندیز کړی. کونستانتین ایګرت چې یو روسی خبریال دی، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي چې «د دښمن په توګه د روسیې موقف اوس ثابت شو.» هغه همدا راز زیاتوي چې د امریکا متحدو ایالاتو په سیاسي چوکاټ کې روسیه اوسمهال د یوه شیطاني طرف په توګه تل یادیږي.

مسکو او بروکسل یو بل ته مخامخ

د روسیې دولتي رسنۍ له بهرنیو شرکتونو سره د روسیې د انرژۍ سکتور اړیکو ته په اشاره سره د امریکا له خوا دغه وړاندیز شوي بندیزونه اروپا ته د ستونزو په توګه یاد کړي دي. په دې څرګندونو کې په مشخصه توګه د دوو داسې پروژو یادونه شوې چې په مټ یې له ټاکل شوې له روسیې څخه آلمان ته ګاز انتقال شي. دا په داسې حال کې ده چې آلمان او اتریش د دغه بندیزونو پر ممکنه پایلو نیوکې کړي او بروکسل هم بې باوره دی.

د روسیې د اقتصادي پرمختګ وزیر، ماکسيم اوریشکین په دې هکله ویلي چې دغه بندیزونه په اصل کې د اروپا د انرژي د ثبات له پاره ګواښ دی. په روسیه کې بیا ځینو نورو کړیو د دغو بندیزونو غندنه کړې. کوساچوف په ځواب کې وايي چې مسکو او بروکسل باید د ستراتیژیک ائتلاف یا اتحاد له پاره په ژورو خبرو پیل وکړي.