1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: نوي بندیزونه پخپله امریکا ته تاوان رسوي

۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

روسیې پردغه هیواد باندي د امریکا متحده ایالتو نوي تعزیرات «بې معنی» بللي او ویلي دي، چي هغه به یوازي خارجي شرکتونو ته معاملې او تجارت مشکل کړي.

https://p.dw.com/p/4Mp1n
Russische Rubel Banknoten
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

دغه خبره په واشنګټن کي د روسیې سفارت کړې او ویلي دي، چي «د تعزیراتو هره نوې څپه د دغه طرزالعمل غیر مؤثریت او بې معنی والی نور هم ډیر ښکاره کوي». په خبره یې خارجي متشبثین او شرکتونه لمړني کسان او مؤسسات دي، چي د تعزیراتو څخه ورته تاوان رسیږي. د هغوی هغه امکانات چي د روسي ملګرو او شریکانو سره ګډ کار وکړي، په پرله پسې ډول سره راکمیږي. 

پر روسيې بنديزونه به ورته کوم عواقب ولري؟
د امریکا متحده ایالتو د مالیې وزارت پر اوکراین باندي د روسیې د جنګ په دلیل تیره پنجشنبه پر لس هاوو اشخاصو او شرکتونو باندي نوي اقتصادي بندیزونه وضع کړل. متحده ایالاتو تر دي مخکي هم په مختلفو روسي شرکتونو او افرادو باندي ورته بندیزونه وضع کړي ول.