1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې په زرګونه ميله وسلې افغانستان ته لېږلي

۱۳۸۹ آذر ۷, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي چي د هغي هوکړي له مخه چي د کابل او مسکو تر منځ سوي مسکو ژمن دی چي په زرګونوميله سپکه او نيمه درنه وسله افغان دولت ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/QKQ4
انځور: picture-alliance/dpa

د روسي وسلو له کارولو سره د افغانانو بلدتيا او د دغو وسلو ټيټه بيه او کارنده توب هغه څه دي چي د کابل حکومت يې دي ته اړ ايستلی تر څو له مسکوه خپلو سرتيرو ته وسله را ونيسي.

په تيرو څو مياشتو کي افغان حکومت په زرګونو ميله سپکه او نيمه درنه وسله له روسيي څخه تر لاسه کړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په تيرو کلونو کي امريکا افغانستان ته د روسۍ وسلو له ليږد سره هوکړه نه درلوده خو افغان ولسمشر په تيرو دوو کلونو کي د خپلو نړيوالو متحدينو د غوښتني خلاف روسيې ته لاس اوږد کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت نظاق زمري بشري نن په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي يوازي د کورنيو چارو وزارت ته د لس زره مليه روسي کلاشينکوفونو د ليږد پروسه پيل سوې ده.

«د وسلو د ليږد دغه تړون د ناټو او نورو متحدينو سره په سلا تر سره سوی له هغو زرګونو ميله وسلو څخه چي مسکو يې افغانستان ته د روکړي ټټر وهلی يو شمير يې را رسيدلي او نوري محمولي يي هم پر لاره دي».

روسي کلاشينکوفونه چي نن صبا يي هر افغان له نوم سره بلدتيا لري له مرميو او راکټ لانچرو سره يو ځای هغه وسلي دي چي د کابل او مسکو تر منځ د سوي تړون له مخه به افغانستان ته انتقاليږي.

په ورته وخت کي د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ثمبالولو لپاره د افغان دولت په ژمنتيا ټينګار کوي او وايي چي دغه لړۍ د بل هر وخت په پرتله اوسه چټکه او په خورا دقت پرمخ ځي.

د پوليسو په ليکو کي بې سوادي اوس د افغان پوليس ځواک د وړتيا په اړه د نړيوالو متحدينو انديښنې را پارولي دي.

ځيني غربي رسنيو خو داسي رپوټونه هم ورکړي دي چي غوڅ اکثريت افغان پوليس سرتيري نا لوستي دي او حتي ځيني يي خپل نومونه هم نسي ليکلای.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري بيا د پوليسو د روزلو چيکټيا خبري کوي.

« د افغان پوليسو د روزلو پروسه په چټکۍ سره روانه ده، موږ هڅه کوو چي خپل سرتيري د روان کال څخه تر هغه وخت پوري چي افغان ځواکونو ته د مسوليتونو د ليږد پروسه پيليږي ، شمېره يي زياته کړو او د دې جوګه يي و ګرځوو تر څو د ملک نا امنيو ته ځواب وويلای سي».

د افغان پوليسو روزنه او تجهيز هغه دوې مسلې دي چي غرب او کابل دواړه يي انديښمن کړي دي.

افغان دولت پر خپلو بهرنيو ملګرو نيوکه کوي چي سرتيري يې هغسي نه ورسمبالوي چي ورته د ورځي اړتيا ده خو غرب بيا د پوليسو په وړتيا او د هغوی په ليکو کي د نشه يي داروګانو د استعمال او بې سوداۍ د لوړي کچي په اړه انديښنه لري.

د مګړی د افغان پوليسو شمېره څه کم يو سل او پنځوس زره ته رسيږي او ټاکل سوي چي دغه شميره همداسي د زياتيدو پر مخ بوتلل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل