1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه له افغانستان سره درنې مرستي کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چي مسکو د ناټو تر غوښتنو مخکي له افغانستان سره درنې مرستي کړي دي او کوي ئې.

https://p.dw.com/p/14jNR
انځور: picture-alliance/ZB

تر هغه وروسته چي د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن ددغه تړون د بهرنيو او دفاع چارو د وزيرانو په غونډه کي د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل له پاره له روسيې او چين څخه د مرستي غوښتنه کړې ده، مسکو وايي چي له ډير وخت راهيسي له افغان حکومت سره په امنيتي چارو کي مرسته کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت استازي الکساندر لوکاښويچ په مسکو کي انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي:«موږ په دې پوهيږو چي په بروکسل کښي پردې باندي خبري کيږي، چي مسکو دي د افغان امنیتي ځواکونو په تمويل کي مرسته وکړي. خو موږ د نړيوالي ټولني په مرسته د کابل له حکومت سره مستقيمي مرستي کوو.»

هغه زياته کړې ده، چي روسيه د افغان افسرانو او پوليسو په روزلو کي مرسته کوي او له ۲۰۰۶ کال راهيسي د مخدره موادو پرضد مبارزې له پاره۲۹۰ تنه افغانانو ته زده کړي ورکول کيږي.

دغه روسي ديپلومات زياته کړه، چي څه موده دمخه د افغان پوځ د هوايي ځواک د تخنيکي کارکوونکو د روزلو او د هغو روسۍ څرخۍ الوتکو Mи-17 او Mи-35 له پاره چي ناټو ورته خريداري کړي دي، د اضافي پرزو له پاره بودجه ځانگړې کړې ده:

«د افغان انجينرانو لومړی گروپ ته د وران کال د اپريل د مياشتي راهيسي د نووسيبيرسک د الوتکو په کارخانه کي زده کړي ورکول کيږي.»

د ناټو عمومي منشي راسموسن د تيري چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په غونده کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنيتي ځواک د تمويل په برخه کي له روسيې او چين څخه د مرستي غوښتنه وکړه:

«موږ بايد افغانستان دغسي پرېنږدو، چي هغه يوازي پاته سي او موږ ځني ووزو او تر شا په امنيتي برخه کي يوه تشه پريږدو. ددې برعکس موږ بايد تر شا يو داسي قوی او پياوړی افغانستان پريږدو، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل امنيت پخپله ټينگ کړي.»

راسموسن زياته کړه، په دې دليل ناټو ټوله نړيواله ټولنه دې ته رابولي، چي له افغانستان سره په دې برخه کي مرسته وکړي.

هغه وويل:«دې ته يوازي ناټو يا کوم بل هيواد مکلف نه دئ. موږ به ډير خوشحاله سو چي چين او روسيه او نور نړيوال همکاران چي د افغانستان د حالاتو په دلچسپي لري په دې برخه کي ونډه واخلي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: محمد قاسم نوري