1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د افغانستان پولې ته نزدې د روسیې او تاجیکستان پوځي تمرینات

۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبه

روسیې او تاجیکستان د افغانستان پولې ته څیرمه پوځي تمرینات پیل کړي دي چې په دې سیمه کې د طالبانو د احتمالي بریدونو مخنیوي ته ځان چمتو کړي.

https://p.dw.com/p/31dHq
Symbolbild Russland Militär Armee Soldaten
انځور: picture-alliance/dpa/Z. Kurtsikidze

د تاجیکستان د دفاع وزارت ویلي دي چې په دغو تمریناتو کې له ۱۰ زرو ډیرو روسي او تاجیکي ځواکونو برخه اخیستې ده. د دې وزارت په حواله په دې سیمه کې د خپل ډول په دې لومړني پوځي تمریناتو کې ډیری ګډونوال د تاجیکستان احتیاطي ځواکونه دي.

د دفاع وزارت زیاته کړې ده چې په دې پوځي تمریناتو کې به ګډ ځواکونه د هغو «ترهګرو پر ضد وجنګیږي» چې په خیالي ډول د افغانستان له خاورې تاجیکستان ته اوښتي دي.

د روسیې پوځ ویلي دي چې دغه تمرینات به تر جمعې ورځې پورې دوام وکړي چې په کې شاوخوا ۴۰۰ روسیې سرتیري او د دې هیواد ۸۰ پوځي تجهیزات برخه لري. پوځي تمرینات به د افغانستان بدخشان ولایت ته نزدې د تاجیکستان په خاوره کې ترسره شي.

روسیې او تاجیکستان په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ډیر شمیر امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته، خپلې پوځي همکارۍ پراخه کړي دي. دا لومړی ځل دی چې روسیې او تاجیکي ځواکونه د تاجیکستان په یو څه نا آرامه ولایت ګورني بدخشان کې پوځي تمرینات کوي. په دې سیمه کې په ۲۰۱۲ کال کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ نښتې شوې وي.

له بلې خوا چین هم په وروستیو وختونو کې له تاجیکستان سره خپلې همکارۍ پراخه کړي دي چې په کې د تاجیکستان او افغانستان تر منځ د ۱۳۰۰ کلیومتره پولې پر سر د بنسټونو جوړول او همداراز په ۲۰۱۶ کال کې له دې هیواد سره د ګډو پوځي تمریناتو ترسره کول شامل دي.

د افغانستان او تاجیکستان پر پوله د مخدره توکو چاقاق وړونکي ډیر فعاله دي. روسي ځواکونو تر ۲۰۰۵ کال پورې د دې پولې ساتنه کوله.