1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روزګانیانو ولي د ولایت مقام دروازه وتړله

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي راټول سویو په سلګونو لاریون کوونکو نن (یکشنبه) د ولایت مقام دروازه وتړله. دوی د ناامنيو له امله د تړل شوو لارو د پرانيستلو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3hlZc
Aghanistan Kabul Protest Demonstration
انځور له آرشيف څخهانځور: Reuters/M.Ismail

لاريون کونکي غواړي چي د کندهار-روزګان لویه لار او د دغه ولایت ځیني ولسوالیو ته غځیدلي لاري چي د ناامنیو له امله تړلي دي، باید پرانیستل سي.

د لاریون ګډونوالو لوی بار وړونکي موټرونه د ولایت مقام په دروازه کي درولي او وايي، تر هغو به يې لیري نه کړي، چي ږغ يې نه وي اورېدلی سوي.

حاجي محمد قسیم او خیرالله پوپل د مرکز ترینکوټ دوه تنه مخور سپين ږیري او قومي مشران چي د لاریون کوونکو له مخکښانو څخه دي، دویچه ویله ته د ټلیفون پر کرښه وویل چي دغه کار ته سخت مجبوره سوي دي. دا ځکه چي‌په خپل ولایت کي محاصره دي او ورځ تر بلي ناامني زیاتیږي او د خوراکي اوغیری خوراکي توکو بیې اسمان ته خیژي. د دغو مشرانو په خبره د تړلو لارو له کبله ناروغان ډاکترانو ته نه سي‌ بيولی او خوراکي شيان هم په بازار کې کم سوي دي چي ځينې خلک يې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي‌ دي. د هغوی په خبره «زموږ مظاهرې به تر هغه وخته رواني او د ولايت مقام دروازه به تړلې وي، چي‌ د روزګان او کابل چارواکو زموږ ږغ نه وي اورېدلی.»

پر وسله والو طالبانو باندې ږغ

دوی پر وسله والو طالبانو هم ږغ کوي، چي د روزګانیانو پر حال زړه وسوځي او تړلي لاري ورته پرانیزي.

د کندهار او روزګان تر منځ اصلي لویه لار له تیرو کلونو راهیسي له سختې ناامنۍ سره مخامخ وه، خو له تیرو پنځو ورځو راهیسي د وسله والو طالبانو له خوا یو مخ په ټپه د خلکو او ټرافیکو پرمخ وتړله سوه. 

مخکي پر دغه لار تر ۱۰۰۰ زیاتو کسانو کندهار او له کندهاره روزګان ته تګ راتګ کاوه، مګر اوس یاده لار د وسله والو طالبانو لخوا یو مخ تړلې او موټر چلوونکو ته يې ګواښ کړی دی، چي پر یاده لار دي سفر نه کوي او که کومه ستونزه ورته پېښه سوه، تاوان يې په خپله غاړه دی.

Demonstration von Anhängern des afghanischen Präsidentschaftskandidaten Abdullah Abdullah 21.06.2014
لاريون کونکو پر وسله والو طالبانو هم ږغ کوي، چي د روزګانیانو پر حال زړه وسوځي او تړلي لاري ورته پرانیزي - آرشيفانځور: Reuters

دا په داسي حال کي ده، چي ورځ تربلي د وسله والو طالبانو او افغان دولت ترمنځ بین الافغاني خبرو ته وخت رالنډیږي، خو په ټول هیواد په ځانګړي ډول په سویلي حوزه کي د وسله والو طالبانو بریدونو، د سړک غاړي ماین چاودونو او په اکثرو ولسوالیو کي د شپې لخوا د مخابراتي شبکو بندښت زیات سوی دی.

په کندهارکي د بشري حقونو د خپلواک کمیسون سرپرست شمس الدین تنویر وايي، په روان حالت کي ډېر تاوان ولسي وګړو ته رسیږي، چي د دوی د خواشینۍ وړ دي:

«دغه حالت د زغملو ځکه نه دی، چي تر ټولو ډېره قرباني عام ولس ورکوي او زه خپله په دې اړه ډېر خواشینی یم. »

په ولسي جرګه کي د روزګان د خلکو استازې ګلالۍ محمدي له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، د یادی لاري د خلاصون په موخه يې په کندهار، روزګان او کابل ولایتونو کي له ټولو لوړ پوړو چارواکو سره خبري کړي او وعده ورسره سوې، خو تر اوسه يې عملي بڼه نه ده غوره کړې. نوموړې زياتوي:

« موږ د خپلو روزګانیانو ږغ د روزګان او کندهار ترڅنګ په کابل کي ټولو اړوندو مسؤلینو ته رسولی، ژمني يې راسره کړي دي، مګر تراوسه لا د یادي لاري د خلاصون ستونزه پرځای پرته ده، چي د یادې لاري تړل کیدو خلک له بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.»

روزګان له کندهار سره په ګاونډ کي پروت هغه ولایت دی، چي په دې وروستیو کي يې اکثره لاري تړلي او خلک يې په هره برخه کي تریخ ژوند کوي.  تر اوسه د روزګان مسؤلینو او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چي بندې لاري به کله بېرته پرانيستل کيږي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

دلته زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای سئ!