1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني له امريکا د لومړي ګام اخيستلو غوښتنه وکړه

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي چي د اتومي پروګرام په تړاو لانجه کي خبرو ته چمتو دی. خو زياته کړې يې ده چي لومړی بايد امریکا بنديزونه ليري کړي.

https://p.dw.com/p/3OZFq
Iranischer Präsident Hassan Rohani beim offiziellen Besuch am 04.07.2018 in Wien
انځور: picture-alliance/dpa/Weingarten

د جي ۷ غونډي تر پای يوه ورځ وروسته اوس د ايران ولسمشر حسن روحاني پر امريکا متحده ايالاتو ږغ کړی دی چي د ايران د اتومي پروګرام پر سر د لانجې په ترڅ کي »لومړی ګام واخلي«.

روحاني په يوه بيانيه کي چي پر دولتي تلويزيون خپره سوه، زياته کړې چي امريکا متحده ايالات دي پر ايران لګول سوي بنديزونه ليري کړي. د ايران ولسمشر ويلي دي چي که بنديزونه ليري کړل سي نو بيا »پر نورو مثبتو پرمختګونو خبري کيدلای سي. خو صرف له حسن روحاني سره په يو څو عکسونو اخيستلو سره دا کار شونی نه دی.«

د جي ۷ غونډي څخه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۶مه) داسي سګنالونه اټکل سوي ول چي ښايي د واشنګټن او تهران تر منځ په شته لانجه کي لږ آرامي رامنځ ته سي. دا له هغه وروسته چي د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د ولسمشر دونالد ترمپ سره تر تفاهم وروسته د اونۍ په آخره کي د فرانسې په بياريڅ کي د جي ۷ غونډي تر څنګ د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف سره لنډ وکتل.

خو د دونالد ترمپ په مشرتوب د امريکا متحده ايالاتو پلاوی دې ته نه ؤ چمتو چي د ايران له وزير سره وګوري. وروسته د جي ۷ غونډي ګډون کوونکو مشرانو وويل چي له ماکرون سره د ظريف کتنه د جي ۷ غونډي په چوکاټ کي نه ده ترسره سوې، بلکي په دغه ښار کي هممهال يوه بېله او جلا غونډه وه.

ماکرون له جواد ظريف سره تر لېدنې وروسته داسي هيله څرګنده کړې وه چي په راتلونکو اونيو کي د واشنګټن او تهران د استازو د ملاقات له پاره لاره اواره سوې ده. دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ »د مناسبې وضعې« د شتون په صورت کي دې ته هم چمتو والی وښود.

ترمپ وويل چي د روان کال د سپتمبر مياشتي په آخره کي د ملګرو ملتونو د عمومي اجلاس تر څنګ له روحاني سره د ملاقات ښه چانسونه سته. ترمپ وويل چي له ايران سره په يوه نوي اوږدمهال تړون کي بايد بالستيکي راکټونه هم مطرح سي. ترمپ په بدل کي پر ايران د لګول سوو بنديزونو د ليري کولو خبره وکړه.
 

خو د روحاني وروستۍ څرګندونو چي د خبرو اترو د پېلېدو له پاره يې لومړی د بنديزونو د ليري کولو شرط ايښی دی، هغه هيلي دي چي له جي ۷ سره راټوکېدلي وي، بېرته لږي کړي دي.

د ايران او امریکا متحده ايالاتو وروستۍ سرمشريزه په ۱۹۷۷م کال تر سره سوې وه. هغه وخت د امريکا ولسمشر جيمي کارتر په تهران کي د رضا شاه پهلوي سره ملاقات کړی ؤ.

kle/hk (afp, rtr, dpa)/A.A./N.Z.