1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني: امریکا هره ورځ پيغامونه رالیږي

۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبه

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې امریکا هره ورځ د مذاکراتو د پیلولو له پاره پیغامونه رالیږي. روحاني دغه څرګندونې د دولتي تلویزون له لارې خپریدونکې وینا پر مهال کړې دي. امریکا پر دغه هیواد نوي بندیزونه لګولي دي.

https://p.dw.com/p/34X1J
Iranischer Präsident Hassan Rouhani
انځور: Getty Images/M. Gruber

د ايران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې امریکا له یوې خوا د اقتصادي بندیزونو له لارې په پرله پسې ډول پر ایران فشارونه جاري ساتلي، او له بلې خوا خبرو اترو ته د تهران حکومت د راضي کولو په موخه یې د پيغامونو رالیږلو لړۍ روانه ده.

روحاني د دغو بندیزونو په سبب له رامنځته کیدونکو اقتصادي ستونزو سره د مقابلې په برخه کې پر خپل ولس د متحد پاتې کیدو غږ وکړ: «نن حکومت تر ټولو مخکې دی. دا یو اقتصادي، رواني او تبلیغاتي جنګ» دی.

د ایران ولسمشر وویل چې د ایران ولس به د امریکا متحده ایالاتو د اقتصادي جګړې پر وړاندې خپل سر ټیټ نه کړي. د روحاني اشاره هغو بندیزونو ته وه چې له اټومي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته دغه هیواد پر ایران وضع کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د روان کال په می میاشت کې په ۲۰۱۵ م کال کې د لویديځو هیوادونو او ایران ترمنځ له لاسلیک شوي اټومي تړون څخه د وتلو اعلان کړی وو. ترمپ ویلي وو چې د واشکنټن حکومت د تهران د توغندیز پروګرام او په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو له امله ډیر سخت اندیښمن دی.

د واشنګټن له خوا پر ایران د بندیزونو له کبله د ایراني ریال بیه ډیره رالویدلې چې له امله یې په دغه هیواد کې یو ډول وارخطایي رامنځته شوې ده.

د امریکا ولسمشر د ایران له رهبرۍ سره خبرو اترو ته خپله امادګي ښودلې، خو د تهران حکومت دا ډول ملاقات له امکانه لرې بولي.