1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

روان کال به یو ميلیون مسلمانان وکولی شي د حج فریضه ادا کړي

۱۴۰۱ فروردین ۲۰, شنبه

سعودي عربستان ویلي دي چې له دغه هیواد پرته د نورو هیوادونو مسلمانان به هم سږکال وکولی شي د حج فریضه ادا کړي. خو د کومو شرایطو درلودونکي مسلمانان کولی شي د سږکال د حج په مراسمو کې ګډون وکړي؟

https://p.dw.com/p/49hav
Saudi Arabien Religion l Fajr-Gebet ohne soziale Distanzierung, Mekka
انځور: SAUDI PRESS AGENCY/REUTERS

د کرونا ویروس نړیوالې وبا له امله له دوو کلونو محدود حج وروسته، سعودي عربستان سږ کال د حج د فریضې ادا کولو اراده درلودونکو مسلمانانو شمیر یو میلیونو ته د لوړولو اعلان کړی دی. په تیرو دوو کلونو کې یوازې د سعودي عربستان اوسیدونکو څو زره مسلمانانو ته د حج فریضې د ادا کولو اجازه ورکړل شوې وه.

د حاجیانو شمیر د زیاتولو اعلان پر مهال د سعودي د حج او عمرې وزارت یو شمیر مقررات هم اعلان کړل. د نوموړي وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځای مکې ته به یوازې د حج اراده درلودونکي هغه حاجیان د راتګ اجازه ولري، چې د کووید-۱۹ ناروغۍ پر ضد یي دواړه واکسینونه تطبیق کړي وي. سربیره پر دې د دوی عمرونه باید له ۶۵ کلونو کم وي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له خوا د شنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي: «که له یوې خوا د خادم الحرمین الشریفین له پاره ضروري ده چې هغه د ټولې نړۍ مسلمانانو ته په محفوظ روحاني چاپیریال کې د حج فریضې ادا کولو او د مسجد نبوي زیارت کولو امکانات برابر کړي، له بلې خوا د حاجیانو او مسجد نبوي زیارت کوونکو د روغتیا تضمینولو ډاډ ترلاسه کول هم ډیر مهم دي.»

د حاجیانو له پاره نور شرایط

په اعلامیه کې ویل شوي دي له نورو هیوادونو څخه د حج کولو په نیت راتلونکي مسلمانان باید سعودي ته تر روانیدو مخکې زیات نه زیات یا حد اکثر ۷۲ ساعته مخکې د کرونا د (پي سي آر) منفي معاېنې سند وسپاري. د دې ترڅنګ دوی باید په مکه معظمه او مدینه منوره کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر په پام کې نیول شوي احتیاطي تدابیر عملي کړي.

حج یو د اسلام له پنځو ارکانو څخه دی او هر مسلمان چې مالي او بدني توان یي ولري لږ تر لږه باید په ژوند کې یو وار د حج فریضه ادا کړي. سږکال د حج مراسم به د جولای په میاشت کې ترسره شي او له هر هیواد څخه به د ونډې یا سهمیې په اساس په محدود شمیر کې مسلمانان د ورتلو اجازه ترلاسه کړي.

په ۲۰۲۱م کال کې د کووید-۱۹ وبایي ناروغۍ له کبله یوازې څو زره مسلمانانو ته د حج فریضې ادا کولو جانس ورکړل شوی و. په داسې حال کې چې تر هغې یو کال مخکې یعنې په ۲۰۲۰م کال کې بیا یوازې ۱۰۰۰ تنو د حج ادا کولو اجازه ترلاسه کړې وه.

د کرونا ویروس وبا له خپریدو مخکې به هر کال له ټولې نړۍ څخه د دوه نیم تر دری میلیونو پورې مسلمانانو د حج په مراسمو کې ګډون کولو.

آژانسونه: ش.ن/ن.ص