1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

رسنۍ: پاکستاني ځواکونو حافظ سعید نیولی دی

۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو د لشکر طیبه ډلې بنسټ ایښودونکی حافظ سعید نیولی دی. دغه خبر د پاکستان «جیو تلویزیون» د چهارشنبې په ورځ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3MBPi
Hafiz Mohammad Saeed
انځور: picture-alliance/dpa

امریکا او هند پر لشکر طیبه باندې په ۲۰۰۸ کال کې د ممبیي د بریدونو پړه اچوي.

د حافظ سعید د یوې خیره موسسې «جماعت الدعوه» یوه ویاند ویلي دي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو سعید هغه مهال ونیوه چې د «ګوجرانواله» ښار پر لور روان وو.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې پر حافظ سعید باندې به کوم تورونه ولګول شي. خو د «جماعت الدوعو» ویاند ویلي دي چې ښايي هغه د ترهګرۍ د تمویل په تور نیول شوی وي.

(M.J/N.Z(Reuters,AP,AFP