1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: میرکل غواړي پر روسیې بندیزونه نور هم سخت کړي

۱۳۹۵ مهر ۲۵, یکشنبه

میرکل پر روسیې د بندیزونو د ډیرولو په موخه د اروپايي هیوداونو ملاتړ غوښتی دی. د برلین او مسکو اړیکو د سوریې د شخړې له کبله ترینګلې شوې دي.

https://p.dw.com/p/2RH6v
Russland Merkel und Putin
انځور: imago/ZUMA Press

د آلمان صدر اعظمه غواړي چې پر روسیې باندې د لا ډیرو بندیزونو د وضع کولو له پاره د اروپايي هیوداونو ملاتړ ترلاسه کړي. دا ځل دغه اقدامات د اوکراین پر سر نه، بلکه په سوریه کې د روسیې د اقداماتو له کبله کیږي.

په آلمان کې د «فرانکفورتر الګماینه سایتونګ» ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ صدر اعظمې انګلا میرکل ته د نږدې کړیو په حواله لیکلي دي چې تمه ده دغه موضوع د اروپايي هیوادونو د شورا د پنجشنبې او جمعې ورځې په ناسته کې د میرکل لخوا بحث ته وړاندې شي. تیر ځل پر روسیه ورته بندیزونه د اوکراین د کړکیچ له امله وضع شوي وو.

دغه ورځپاڼه همدا راز لیکي چې د سپتمبر په میاشت کې د روسیې لخوا د ملګرو ملتونو په یوه مرستندویه کاروان باندې د روسیې هوايي برید چې په نړیواله کچه وغندل شو او په حلب کې د روسیې د «بې پروايي» له امله میرکل غواړي چې پر روسیې بندیزونه نور هم سخت کړي. د دغه رپوټ پر اساس «له روسیې سره د میرکل خپګان له حده څخه ډیر شوی دی.»

خو بل لوري ته پر روسیې د لا ډیرو بندیزونو د وضع کولو له پاره په اروپايي ټولنه کې د ملاتړ پیدا کول د میرکل لپاره نه یوازې ستونزمن کار دی بلکه دغه مسئله په برلین کې د حاکم ائتلاف له مخالفت سره هم مخامخ ده. د آلمان سوسیال دموکرات ګوند او د جنوبي اروپا ګڼ شمیر هیوداونو دغه اقدامات رد کړي دي. همدا د تیرې چهارشنبې په په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک له خپل آلماني او اټالیاوي سیالانو سره په ناسته کې د روسیې لخوا د سوريې د حکومت پر ملاتړ د جزايي اقداماتو په هکله مخالفت څرګند کړ.

«فرانکفورتر الګماینه سایتونګ» همدا راز لیکلي دي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په یوه تلیفوني تماس کې انګلا میرکل ته دا ډاډ ورکړی چې که چیرته اروپايي هیوادونه پر یو «کلک غبرګون» سره سلا شي، واشنګټن به یې ملاتړ وکړي.

نوي بندیزونه د الوتکو جوړونې پر صنعت او همدا راز پر نظامي څانګو وضع کیږي.