1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: زېهوفر غواړي پر بيلاروس د مهاجرت مخه ونيسي

۱۴۰۰ مهر ۲۸, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر د بيلاروس يا سپيني روسيې پر لار و آلمان ته له زيات سوي مهاجرت شکايت کوي او د مخنيوي لپاره يې اقدامات غواړي.

https://p.dw.com/p/41uSC
Polen | Migration | Soldaten bewachen die Grenze zu Weißrussland
انځور: Maciej Moskwa/NurPhoto/picture alliance

هورسټ زېهوفر د بېلاروس له لاري و آلمان ته د زيات سوي مهاجرت په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند دغه سياستوال له يادي لاري و آلمان ته مهاجرت د درولو له پاره د چټکو جوابي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په يو راپور کي راغلي: «دمګړی د اروپايي اتحاديې پر ختيځي باندنۍ پولي باندي د مخ په زياتېدونکي مهاجرت د فشار له کبله پر آلمان هم مستقيم اثرات لويږي.» د ياد راپور يوه کاپي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۰مه نېټه) د خبرونو پاڼې «دي پيونير» ته هم رسېدلې ده. د دغه خبري پاڼي د خبر له مخي به د آلمان کابينه د چهارشنبې پر ورځ پر دغه موضوع يوه مشورتي غونډه ولري.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په راپور کي راغلي چي د اروپايي اتحاديې له ختيځي باندۍ پولي څخه د راتلونکو مهاجرو «شمېر په دوامداره توګه د زیاتېدو په حال کي دی.» په راپور کي زياته سوې: «د بيلاروس کي رژيم په نړيواله توګه قاچاق وړونکو ته اعلان کوي چي د بيلاروس له لاري اروپايي اتحاديې ته قاچاق وکړي.»

Horst Seehofer
د آلمان د کورنيو چارو وزیر هورست زېهوفر انځور: Hendrik Schmidt/dpa-Zentralbild/picture alliance

زياته سوې چي له عراق څخه و بيلاروس ته پروازونه «تر زياتي اندازې» درول سوي دي. د دغه راپور له مخي سپيني روسيې يا بيلاروس په دوامداره توګه په هغه ليسټ کي نور هيوادونه ور اضافه کړي دي، چي اتباع يې بېله ويزې کولای سي بيلاروس ته سفر وکړي. په دې ترڅ کي ايران، پاکستان، سويلي افريقا، مصر او اردن د هغو هيوادونو په قطار کي ياد سوی دي چي اتباع يې نور و بيلاروس ته د سفر له پاره ويزې ته اړتيا نه لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په خپل راپور کي ويلي دي چي له دوبۍ، استانبول او بيروت څخه د سپيني روسيې پر لور پروازونه زيات سوي دي. د دغه راپور له مخي د سپيني روسيې او پولنډ تر منځ ساحه کي تقريبا ۱۵۰۰۰ غير قانوني مهاجر راټول سوي دي. په راپور کي راغلي چي له يادو مهاجرو څخه اکثريت يې غواړي په آلمان کي په دايمي توګه واوسيږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر غواړي چي د خصوصي شرکتونو پر ضد په بنديزونو لګولو سره متقابل اقدامات وکړي. د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په راپور کي راغلي دي چي زېهوفر د ټولو هغو هوايي او نورو خصوصي شرکتونو پر ضد بنديزونه غواړي چي په خپلو کړنو سره د بيلاروس د رژيم سره مرسته کوي چي غير اصولي مهاجرت د فشار د اوزار په توګه وکاروي.

آ./ا.ا. ب. ص

زموږ له آرشيف څخه:

د بوسنیا او کروشیا پر پوله د مهاجرو ناخواله وضعیت