1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: آلمان په افغانستان کي ۱۶ ميليارده يورو مصرف کړي

۱۳۹۸ فروردین ۲۹, پنجشنبه

آلمان له ۲۰۰۱م کال راهيسي د افغانستان په ماموريت کي ۱۶ ميليارده يورو مصرف کړي دي. په دغه ماموريت کي ۵۸ آلماني عسکر هم وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3H0I0
Afghanistan Bundeswehrsoldaten in Masar-I-Scharif
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د (RND) رسنيزي ډلي د راپور له مخي يوازي په ۲۰۱۸م کال کي د آلمان د دفاع وزات، بهرنيو چارو، پراختيا او داخلي چارو ادارو له بودجو څخه په افغانستان کي ۷۷۰ ميليونه يورو مصرف سوي دي.

دغه شمېرې يادي رسنيزي ډلي د آلمان په پارلمان کي د (آې اف دي) گوند د پوښتني په جواب کي د حکومت له ورکړل سوي معلوماتو څخه ورکړي دي.

د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري يوازي د آلمان د پوځ مصارف ۱۱،۹ ميليارده يورو دي. له ۲۰۰۱م کال راهيسي د بهرنيو چارو ادارې مصارف ۲ ميليارده يورو، د پراختيايي چارو وزارت مصارف ۲،۳ ميليارده ښوول سوي دي.

دغه راز په افغانستان کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت مصارف ۶۱ ميليونه، د کرهڼي او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه ۳۳ ميليونه او د کلتور وزارت له بودجې څخه ۳۴ ميليونه يورو په افغانستان کي مصرف سوي دي. په دې راپور کي د استخباراتي ادارو د مصارفو په اړه معلومات نه دي وړاندي سوي.

د (آې اف دي) يا آلمان له پاره بديل گوند د يوې بلي پوښتني په جواب کي د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چي په دغه ماموريت کي يې تر اوسه پوري ۵۸ عسکر وژل سوي دي.

د آلمان په پارلمان کي د (آې اف دي) گوند استازي رينر شپرينگر، له يادي رسنيزي ډلي سره په خبرو کي ويلي دي چي سوسيال ديموکراتانو او زرغون گوند خو په دې باندي باوري ول چي په ډيرو عسکرو سره به افغانستان ديموکراتيک کړي. هغه وويل: «هغوی له خپلو پلانونو سره ماته خوړلې او د آلمان پوځ بايد دغي سياسي غلطۍ ته ۱۸کاله خپل سر نيولی وای.»

هغه د جرمني له حکومت څخه غوښتي دي چي په افغانستان کي د آلمان د پوځ ماموريت ته خاتمه ورکړي او عسکر له دغه هيواده را وباسي.

فرانس پرس/ ن. ز،ش.ن

زموږ له ارشيف څخه: