1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان د غوراوي کمېټې له پريکړي سره مخالفت ښوولی

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلي مرستيال کپتان راشد خان ويلي دي چې د کريکټ بورډ د غوراوي کمېټې له پريکړي سره مخالف دی. کريکټ بورډ پخپله وروستۍ پريکړه کې گلبدين نايب د يو ورځنيو لوبو کپتان اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/3GMcp
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

راشدخان پخپل تويتر کي ليکلي دي: «د غوراوي کمېټې ته په ټول احترام سره، زه د دغه پریکړې مخالف یم. په داسې حال کې چې د کریکټ نړیوال جام په مخکې لرو، اصغر افغان باید زموږ د لوبډلې د کپتان په توګه پاتې شي.»

هغه په خپل تويت کې لیکلي دي چې په داسې حال کې چې نړیوال جام ته یوازې میاشتې پاتې دي د کپتان بدلیدل به د ناڅرګندتیا سبب وګرځي او د ټیم پر مورال باندې به هم اغیز ولري.

د افغانستان د کریکټ پخواني لوبډلمشر او الروانډر محمد نبي هم د کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې پر پریکړه نیوکه کړې ده. هغه ویلي دي چې د افغانستان د کریکټ ټیم د لوبغاړي او د کریکټ پرمختګ ته په کتو سره زه فکر نه کوم چې د نړیوال جام تر مخه د کپتان بدلولو له پاره دا مناسب وخت وي.

د افغانستان کریکټ بورډ د نړیوال جام په درشل کې د تمریناتي کمپ له پاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه. له دغې ۲۳ لوبغاړو به ۱۵ د نړیوال جام سیالیو له پاره غوره کیږي. په پام کې ده چې دغه لوبډله سویلي افریقا ته د تمریناتو په موخه د جمعې په ورځ سفر وکړي.

د کریکټ د غوراوي کمیټې مشر دولت احمدزي په خپلو څرګندونو کې وویل: «په دې موږ او تاسو ټول پوهیږو چې د افغانستان په کریکټ کې اوس بدلون راغلی او موږ هم باید بدلون ومومو.» د هغه په خبره د ټیم په کارګردګې کې غوراوي کمیټه مهم نقش لري.

د غوراوي کمیټې مشر دا هم وویل چې دوی د یوې مهمې پروسې پر لور روان دي، چې په خبره یي یوه پروسه له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کاله پورې وه او بله بیا له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې ده.

د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري راشد ارمان د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشر او تر څنګ یي شفق الله شفق د مرستیال لوبډلمشر، ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر په توګه او راشد ارمان د مرستیال لوبډلمشر او همداشان رحمت شاه د ټیسټ لوبو د لوبډلمشر او ورسره حشمت الله شاهدي د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

س.ر/ن.ز