1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان خپله ۲۰مه کلیزه په بل سبک ولمانځله

۱۳۹۷ شهریور ۳۰, جمعه

راشد خان د پنجشنبې په ورځ ۲۰ کلن شو. هغه د خپلې کلیزې په ورځ په اسیا کپ کې د بنګله دیش پر وړاندې د افغانستان په بریا کې مهم نقش لاره. هغه نه یوازې ښه توپ اچوونه وکړه، بلکه فوق العاده توپ وهنه او ډګر ساتنه یې ترسره کړه.

https://p.dw.com/p/35HT2
Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

افغانستان د پنجشنبې په ورځ په اسیا کپ سیالیو کې د بنګله دیش پر وړاندې خپله لوبه په ۱۳۶ منډو وګټله. که څه هم په دې بریا کې د افغان لوبډلې ډیرو لوبغاړو لاس لاره، خو د راشد خان ونډه بیا تر نورو ډیره وه. هغه په ډیر سخت وخت کې له ګلبدین نایب سره ښه ملګرتیا وکړه او په ۳۲ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې او د افغانستان منډې یې ۲۵۵ ته ورسولې. راشد خان اته څلوریزې او یو شپږیزه ووهله.

Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
د لوبې په وروستیو اورونو کې راشد خان او ګلبدین ښه ملګرتیا وکړه انځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

کله چې د افغانستان د توپ اچوونې نوبت راورسید نو راشد خان په نهو اورونو کې د یوازې ۱۳ منډو په ورکولو سره د بنګله دیش دوه لوبغاړي وسوځول. یو بل لوبغاړی بیا راشد خان «رن اووټ» هم کړ.

راشد د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې تر اخیستلو وروسته وویل: «دا زما له پاره یوه خاصه ورځ وه. زه له خپلې لوبې ډیر خوښ یم. تر ټولو ښه خبره خو دا ده چې ما په توپوهنه، توپ اچوونه او ډګر ساتنې کې ښه ونډه لرله.»

راشد خان ۱۷ کلن وو چې په ۲۰۱۵ کال یې نړیوالې لوبې پیل کړې. له هغه وخت راهیسې دغه ځوان لوبغاړي د کریکټ په یوه ستورې بدل شوی دی. هغه د کریکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.

Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
د لوبې د نندارې له پاره په متحده عربي آماراتو کې مېشت شمیر افغانان هم لوبغالي ته ورغلي ووانځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

افغانستان تر اوسه پورې په اسیا جام کې خپلې دواړه لوبې ګټلې دي او دویم پړاو ته وتلی دی. افغان لوبډله به د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر ۲۱مه) له پاکستان سره ولوبیږي او تر هغه وروسته به له بنګله دیش او هندوستان سره هم سیالۍ وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: