1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن: فکر نه کوم کرزي دي امنيتي تړون لاسليک کړي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۳, یکشنبه

ناټو نوره تمه نه لري چي په افغانستان کي دي د نوي ماموريت د پېلېدو په اړه ژر کومه پريکړه وسي. د ناټو عمومي منشي دا خبره روښانه کړه چي فکر نه کوي کرزی به امنيتي تړون لاسليک کړي.

https://p.dw.com/p/1B1Tn
انځور: Reuters

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ ۱) د مونشن په امنيتي کنفرانس کي وويل چي فکر نه کوي افغان ولسمشر کرزی دي له واشنګټن سره امنيتي تړون لاسليک کړي:

«باور نه کيږي چي له واکه تلونکی جمهور رييس حامد کرزی دي د خپلي دندې د رسمي مودې تر پايه پوري هغه سند لاسليک کړي چي له مخي يې په ۲۰۱۵ کال کي په دغه هیواد کي روزنيز مامويت پيليږي.»

هغه زياته کړه احتمالاً کرزي دغه پريکړه خپل ځای ناستي ته پرې ايښې ده، چي ټاکل سوې ده د روان کال په اپريل مياشتي د دغه هيواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کي انتخاب سي.

خو امريکا متحده ايالاتو او ناټو ګواښ کړی دی چي که د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک نه سي، نو د روان کال ترپايه پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ناټو او امريکا متحده ايالاتونو پتېيلې ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي يو شمېر عسکر د افغان امنيتي ځواک د روزلو او له تروريزم سره د مبارزې له پاره پرېږدي.

آلمان مخکي له مخکي لا اعلان کړی دی چي غواړي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنو عسکر په افغانستان کي پريږدي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن د مونشن په امنيتي کنفرانس کي وويل، دی هيله من دی چي افغانستان به دغه تړون لاسليک کړي.

هغه زياته کړه خو که د افغانستان نوی جمهور رييس د دغه تړون له لاسليکولو څخه ډډه وکړي، نو ناټو د روان کال تر پايه پوري له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو بشپړه وتلو ته اماده دي، ځکه چي هلته د نوي ماموريت د پيلېدو له پاره به قانوني اجازه و نه لري.

اوس په افغانستان کي د ايساف ځواکونو په چوکاټ کي نزدې ۵۷۰۰۰ بهرني عسکر مېشته دي چي د دې دوه پر دريمه برخه يې امريکايي ځواکونه دي.

تمه کيږي چي په ۲۰۱۵ کال کي به په افغانستان کي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ بهرنيو عسکرو پوري پاته سي. دغه ماموريت به تر ډېره روزنيزه بڼه ولري او د اړتيا په صورت کي به د افغان امنيتي ځواک ملاتړ ته ور دانګي.