1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزېر: د عسکرو د ايستلو په اړه اوس څه نسم ويلای

۱۳۹۰ شهریور ۲۷, یکشنبه

د آلمان ددفاع وزير توماس ديميزېر دقيق نسي ويلای، چي په راتلونکي کال بايد په څه تعداد عسکر د افغانستان څخه وباسي. هغه وايي اوس لا ددې خبري دپاره وختي دی، چي سړی ووايي چي دومره ځواکونه باسوو.

https://p.dw.com/p/12bSs
توماس ديميزېر د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو له عمومي قومندان جنرال کنايپ سره
توماس ديميزېر د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو له عمومي قومندان جنرال کنايپ سرهانځور: dapd

ديميزېر د افغانستان په شمال کي د فارياب په مرکز ميمنه کي د خپلو ځواکونو څخه د ليدني پرمهال د يکشنبې په ورځ وويل، چي « ټول کارونه اوس په هغه پوری تړلي دي چي امريکايان څه پريکړه کوي.»

 

هغه وويل، چي د ځواکونو د ايستلو موضوع ډيره مهمه ده « زه اوس نسم ويلای چي په څونده شمېر عسکر د ايستلو پريکړه به وسي.»

 

د آلمان حکومت او پارلمان غواړي چي د روان کال په پای کي په افغانستان کي د جرمني پوځ د ماموريت د مودې د غځېدو او را ايستلو په اړه يوه پريکړه وکړي.

 

د امريکا متحده ايالاتو پريکړه کړې چي د ۲۰۱۲ کال تر مني پوري به ۳۳۰۰۰ عسکر د افغانستان څخه وباسي.

 

ولي په دې اړه يې تر اوسه پريکړه نه ده کړې چي د هغو سيمو څخه چي آلماني عسکر ماموريت پکښي لري په څه تعداد عسکر را وباسي.

 

د اکتوبر د مياشتي په پيل کي د افغانستان په شمال کي د ناټو ځواکونو ۱۸ هيوادونه چي هلته ماموريت لري يو کنفرانس رابللی تر څو پريکړه وکړي چي هلته خپل ماموريت په څه ډول مخ ته يوسي.

 

په تيرو شپږو مياشتو کي دا دريم وار دی چي د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په افغانستان کي د خپلو ځواکونو څخه لیدنه کتنه کوي.

 

هغه غوښتل چي په مزارشريف کي د ايساف ځواکونو په مرکز کي د افغانستان په شمال کی د روانو حالاتو معلومات د نژدې څخه واخلي.

 

جرمني په پلان کي لري، چي د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو دقيقه نېټه معلومه نه کړي.

 

خو دفاع وزير توماس ديميزېر ويلي چي د کال په پای کي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت د غځولو په اړه غونډه کي بايد د آلمان حکومت او پارلمان د عسکر د را ايستلو په اړه هم يوې پريکړې ته سره ورسيږي.