1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ پر پاکستان د فشار راوړلو په موخه څه کولای شي؟

۱۳۹۶ دی ۱۳, چهارشنبه

دونالد ترمپ، يو وار بیا پر پاکستان د هغه څه له کبله چې دی یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې نه همکاري بولې، سختې نیوکې کړي دی. خو له نیوکو او تویتونو پرته، ترمپ پر اسلام آباد باندې د فشار راوړلو له پاره څه کولی شي؟

https://p.dw.com/p/2qGXC
USA Trump
انځور: imago/ZUMAPRESS/S. Thewx

د ۲۰۱۸م کال په لومړي تویت کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر پاکستان باندې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د چل ول کولو او درواغو ویلو تور ولګاوه او ګواښ یې وکړ چې پر دې هیواد به د واشنګټن پوځي مرستې بندې کړي.

د ترمپ په تویت کې راغلي وو: «امریکا متحدو ایالاتو په تیرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته په احمقانه ډول تر ۳۳ میلیارده ډالرو زياتي پیسې ورکړ دي او هغوی [پاکستانیانو] یې په بدل کې موږ ته له دروغو او چل پرته بل هیڅ هم نه دي راکړي. [پاکستان] زموږ پر رهبرانو د احمقانو خیال کړی دی.»

ترمپ پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه باندي په خپاره شوي لنډ پیغام کې زیاته کړې وه: «هغوی [پاکستانیان] هغو ترهګرو ته چې موږ یې په افغانستان کې له ډیري کمې مرستې سره په تعقیب کې یوو، پټنځایونه برابروي. نور بس دي!»

پاکستان د ترمپ دغو څرګندونو ته په غوسې ځواب ویلي او په اسلام آباد کې یې د واشنګټن سفیر احضار کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو هم ویلي دي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه د اسلام آباد هڅې له پامه باسي.

ترمپ ډیر وخت د بهرني سیاست په برخه کې خپل سیاست او نظرونه د تویتر له لارې اعلانوي خو ډیر وخت بیا دغه سیاستونه په عمل کې نه پلي کیږي. اوس چې د امریکا ولسمشر د پاکستان په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی، که امریکا وغواړي په عمل کې پر پاکستان فشارونه راوړي، نو کوم امکانات په لاس کې لري؟

د پوځي مرستو کمول؟

د ترمپ ادارې وختي لا پاکستان ته د امریکا پوځي مرستې کمي کړي دي. د دوشنبې په ورځ بیا سپیني ماڼۍ اعلان وکړ چې پاکستان ته د ۲۵۵ میلیونو ډالرو پوځي مرستي ځکه ځنډوي چې پاکستان د ترهګرو د ځپلو له پاره اقدامات نه کوي. د مرستو د ځنډولو پریکړه په اګست کې شوې وه. دا مرستې د امریکا د کانګرس له خو پاکستان ته د ۱،۱ میلیارد ډالرو تصویب شويو مرستو برخه ده. امریکا روښانه کړې ده چې د ترهګرو ډلو لکه حقاني شبکې پر ضد د پاکستان د اقداماتو تر ترسره کیدو پوري به دغه مرستې وخنډول شي. خو پاکستاني کارپوه او پخواني پوځي چارواکی عجاز اوان، بیا په دې نظر دی چې د پاکستان پر پوځ فشار راوړل ښايي اسلام آباد دې ته وهڅوي چې د ځان له پاره د روسیې په څیر نوي متحدین ولټوي. هغه وایي چې امريکا په افغانستان کې د ماتې خوړلو په حال کې دی او پړه یې پر پاکستان اچوي.

اقتصادي فشار

د پاکستان اقتصاد هم د امریکا متحدو ایالاتو تر فشار لاندي راتلی شي. پاکستان تر ډيره د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق په شان اقتصادي سازمونو پوري تړلی دی. په دې دواړو سازمانونو کې بیا امریکا ډیر نفوذ لري. په امریکا متحدو ایالاتو کې د پاکستان پخوانی سفیر جهانګیر قاضي، وايي چې امریکا کولای شي له دغو نړیوالو سازمانونو څخه وغواړي چې له پاکستان سره مرستې و نه کړي او په دې ترتیب سره به د دې هیواد پر اقتصاد ژوره اغیزه وکړي.

پر وګړو باندي بندیز لګول

د ترمپ اداره همداراز کولای شي د پاکستان پر ځينو پوځي او حکومتي چارواکو باندي بندیزونه ولګوي. دا به د پاکستان له پاره د شرم خبره وي. که څه هم د پاکستان د پوځ ډیري پانګه په هيواد کي دننه ده، خو ویل کیږي چې د پوځ ځيني لوړپوړي چارواکي له هیواده بهر لویې پانګې لري. جهانګیر قاضي وايي: «امریکا د حقاني شبکې په پلمه کولای شي پر پاکستان بندیزونه ولګوي. له بلې خوا بیا پاکستان کولای شي له خپلې خاورې د ناټو د اکمالاتو مخه ونیسي. په افغانستان کې نزدي۲۰ زره امریکایي ځواکونه او شاوخوا۵۰ زره قراردادیان میشت دي. دا به د امریکا له پاره ستونزي جوړي کړي.»

پر سفر بندیز

د ترمپ د سفر په اوسني بنديز کې د ایران، لیبیا، سوریې، یمن، سومالیا او چاد هیوادونو نومونه شامل دي. پر دې سربیره شمالي کوریا او د وینزویلا یو ځيني چارواکي هم په دې بندیز کې شامل دي. کله چې دغه بندیز اعلان شو، نو ډیر کارپوهان ځکه هک پک ول چې پکښې د پاکستان نوم نه وو راغلی.

خو ترمپ کولای شي چې په دې لیست کې د پاکستان نوم هم زيات کړي. له دې سره به پاکستان له یوه سخت وضعیت سره مخامخ شي ځکه همدا اوس په سونو زره پاکستانیان په امریکا کې اوسیږي.

د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ډیرول

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوبا، د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه، د ترهګرۍ پر ضد سیاست د ملا تير ياداوه. که څه هم اوباما له پاکستان سره دیپلوماتیک چلن کاوه خو په سرحدي سیمو او په ځینو مواردو کې یې د پاکستان په خاوره کې ډیر دغه شان بریدونه ترسره کول.

دې بریدونو په ځینو مواردو کې پایلې هم لرلې، د بیلګې په توګه د ۲۰۱۶م کال په می میاشت کې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور، د پاکستان په خاوره کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

که څه هم د ترمپ اداره د اوباما د واکمنۍ په اندازه د بې پيلوټه الوتکو ډیر بریدونه نه ترسره کوي، خو د دې امکان شته چې ترمپ دې د دغو بریدونو د بیا پیلیدو او آن د هغو د ډیریدو غوښتنه وکړي.

د ترهګرو ملاتړی هیواد

امریکا کیدای شي پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هیواد په توګه وپیژني. د دې کار له پاره ښايي د ملګرو ملتونو د موافقې ترلاسه کول ستونزمن وي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کولای شي په یوازي سر هم دغه ډول پریکړه وکړي او له خپل نظره پاکستان د ترهګرو د ملاتړ هیواد په توګه یاد کړي. اوس د امریکا متحدو ایالاتو په دې نوملړ کې د ایران، شمالي کوریا، سودان او سوریې هیوادونو نومونه شامل دي.

د پاکستان اندیښنې

پر اوسنیو ترینګلو اړیکو سربیره، دا ډیره شونې نه ښکاري چې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې دې په بشپړه توګه قطع شي. تاریخ د دې شاهد دی چې پاکستاني چارواکو په هر ډول شرایطو کې له واشنګټن سره یو ډول رابطه ساتلې ده.

په عین حال کې یوازې یو اړخیزه آرزونه به په افغانستان کي د امريکا د ناکامۍ ټوله پړه پر پاکستان باندي واچوي. د اوباما ادارې په ځینو برخو لکه په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې د ماتولو په برخه کې د اسلام آباد همکاري یادې کړي دي.

له بلې خوا رویترز خبري آژانس ویلي دي چې پاکستان همدا اوس هڅه کوي چې د امریکا متحدو ایالاتو ځینې اندیښنې ځواب کړي. خو کارپوهان ټینګار کوي چې امریکا باید د واشنګټن او نوي دهلي د نزدې کیدو په اړه د پاکستان اندیښنې جدي ونیسي، ترڅو د سیمې ستونزو ته یوه ریښتنې حل لار وموندل شي. پاکستان همداراز په افغانستان کې د هندوستان د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ په اړه اندیښمن دی. ډیر کارپوهان په دې نظر دي چې د پاکستان د اندیښنو له جدي نیولو پرته، که امریکا بل هر اقدام وکړي نو د شخړو د کمولو له پاره به مطلوبه پایله و نه لري.

شاميل شمس/م.ج