1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ د سلیماني د وژنې د شېبې جزئیات بیان کړي

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

د امریکا ولسمشر د قاسم سلیماني پر لیږدونکي موټر د توغندي د لګیدو جزئیات بیان کړي. ترمپ د دغه برید د امر ورکولو انګیزې په اړه ویلي او د سپاه پاسداران د قدس څانګې د دغه پخواني قوماندان د وژنې له پریکړې یي دفاع کړې.

https://p.dw.com/p/3WR58
US-Präsident Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د سي ان ان خبري شبکې د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸ نیټه) یو غږیز پيغام خپور کړ چې په هغې کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ایران د سپاه پاسداران د پخواني مشر قاسم سلیماني پر موټر د توغندي د لګیدو پر مهال وایي: «ناګهانه بوم».

د سي ان ان په خبره ترمپ دغه شېبې د جمعې په ماښام (د قاسم سلیماني تر وژل کیدو دوه اونۍ وروسته) د میز چارچاپیره ناستو حاضرینو ته چې په فلوریډا کې د ترمپ په استوګنځای کې د انتخاباتي مرستو د راټولولو له پاره راټول شوي وو تشریح کول.

ترمپ د امریکایي پوځ د استازو په حواله چې هغه ته یی شېبه په شېبه د عملیاتو د جریان په هکله خبر ورکاوه وویل: «قربان له دې (انځور نه) چې د هغو دوربینونو پورې تعلق لري، چې د پيښې له ځای څخه څو میله لیري په آسمان کې دي. دوی یوځای دي. یوازې دوه دقیقې او ۱۱ ثانیي هغوې ته باقي پاتې دي. واقعاً یوازې دوه دقیقې او ۱۱ ثانیې د هغوې له ژوند څخه باقي پاتې دي، قربان. دوی په دې موټر کې دي. دوی په زغروال موټر کې دي. یوازې شاوخوا یوه دقیقه د دوی له ژوند څخه باقي پاتې ده. ۳۰ ثانیې، ۱۰ ثانیې، نه، اته...... او وروسته بوم. دوی ووژل شول، قربان.»

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د امریکا ولسمشر همدارنګه د جمعې د ماښام په میلمستیا کې ویلي دي چې ولې یې د سلیماني د وژنې امر ورکړی دی: «هغې زمونږ د هیواد په اړه بدې خبرې کولې.» د ترمپ په خبره سلیماني پر امریکا د برید او د امریکایي اتباعو د وژنې ګواښ کړی وو. ترمپ په عین وخت کې اعتراف وکړ چې د سلیماني وژنې «نړۍ ته ټکان ورکړ او بیداره یې کړه».

د امریکا ولسمشر په عین وخت کې خپله پریکړه پرځای وبلله، ځکه د ترمپ له نظره د سپاه پاسداران د قدس د څانګې دغه پخوانی قوماندان د زرګونو امریکایي اتباعو د وژنې مسئول وو.

قاسم سلیماني، او په عراق کې د حشد الشعبي ملیشه و د قوماندان مرستیال ابومهدي المهندس، د جنورۍ میاشتې په دریمه نیټه د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د امریکایي پوځ په هوایي برید کې ووژل شول.

ایران د دې په غبرګون کې په عراق کې د عین الاسد پر پوځي اډې او په کردستان کې پر یوې نظامي قرارګاه توغندیز برید وکړ. په دغو نړیوالو اډو کې د بین المللي ائتلاف ترڅنګ امریکایي ځواکونو مستقر دي. د نړیوالو ځواکونو د اعلان مطابق په دې توغندیز برید کې څوک نه دي وژل شوي.

 دویچه ویله/ ش.ن/ن.ص