1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ د امريکا ولسمشريز انتخابات وکټل

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو وروستي نتايج ښيي چي دونلد ترمپ ټاکني گټلي دي. نوموړي د ټاکنيز استازو د رايو په ګټلو سره هېلري کلنتن ماته کړه. ترمپ به د امریکا ۴۵م ولسمشر وي.

https://p.dw.com/p/2SO3Q
Infografik US-Wahl 2016 Pashtu

د امريکا د متحده ايالاتو د ټاکنو پايلي ښيي چي د جمهوري غوښتونکي ګوند ملياردر کانديد دونلد ترمپ اړيني رايي ګټلي او په دې توګه به د امريکا د متحده ايالاتو راتلونکی ولسمشر وي.

دونلد ترمپ په زیاته بیا په هغو ايالتونو کي چي ورته «سوينګ سټېټس» ويل کيږي د ټاکنيزو استازو رايي خپلي کړې. ترمپ په داسي حال کي د ۲۷۶ټاکنيزو استازو اړيني رايي تر لاسه کړې چي زياتو وړاند وينو يې اټکل نه ؤ کړی.

هېلري کلنتن په دغو ټاکنو کي تر اوسه د رايو د شمېرل کېدو وروسته ۲۱۸ د استازو رايي ګټلي. د امريکا د پخواني ولسمشر بل کلنتن دغه مېرمن او د متحده ايالاتو پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيره د ډيموکراټ ګوند کانديده وه.

دونلد ترمپ څوک دی؟

گویندا بلېر، چي د دونالد ترمپ او کورنۍ په باب یې دوه کتابه لیکلي دي، وايي چي که سړی د جمهوري غوښتونکو د یوه کاندید په توگه د دونالد ترمپ د خصلتونو معلومات اخلي، نو د داسي اصطلاحاتو لکه متعرض، بې پرنسیپه، ماټریالست، ځان ښکاره کوونکی، هوښیار، دسپلین نه لرونکی، ځان تیرونکی او یا د جذاب له اصلاحاتو سره مخامخ کیږي. خو د هغه له پاره تر ټولو دمخه دوې کلمې ښه دلالت کوي: پر ځان مین او سوداگر شخص.

گویندا بلېر، دویچه ویله ته وویل چي «ترمپ یو سوداگر دی او د خپل ځان له پاره کار کوی. هغه یوازي پرځان باندي معتقد دی.» د هغې په خبره «که یوڅوک په ځینو خاصو حالاتو کي ده ته اشاره وکړي چي په یوه کار کي ډیره کامیابي نه لري، بیا نو دی دومره عصباني کیږي چي د ناروغۍ تر سرحده پوري رسیږي او سخت عکس العمل ښيي. دا نو په اصطلاح د ده پرځان مین توب ته سخته صدمه ده».

«اوه کلن هلک»

«د ترمپ ملت» (Trump Nation) په نوم یوه کتاب مؤلف او لیکوال تیموتي برین، وايي چي د کتاب تر لیکلو وروسته ترمپ ناکامه هڅه وکړه چي د جبران خسارې په نوم د پنځو ميلیاردو ډالرو اقامهء دعوه وکړي. ځکه چي برین لیکلي ول چي ترمپ تر هغه لږ پیسې لري، لکه څرنگه چي یې په عامه ذهنیت کي معرفي کوي.

د ده په خبره «ترمپ په حقیقت کي هم هغه اوه کلن هلک دی چي يوازي غټ سوی او زوړ سوی دی. دی کولای سي چي یو په يو خبرو کي یو سړی بند او وتړي، خو دی پخپله ډیر بې دسپلینه شخص هم دی چي په ډیر مهارت، هوښیارۍ او احساساتو سره په عامه ذهنیت کي راڅرگنديږي. دی په کراره کراره سره په اصطلاح پر ځان مین سو. له هغه چا سره چي دی له سهاره تر ماښامه پوري علاقه مندي لري، هغه دی پخپله دی».

لږ اوږدمهاله پلانونه

ترمپ په پخوانیو وختونو کي درې واره اعلان کړی وو، چي غواړي سپيني ماڼۍ ته ننوځي، خو مخکي تر دې چي خبره جدي سي، بیرته له خپل پلان څخه اوښتی دی. د بلېر په خبره ترمپ ډیر لږ اوږدمهاله پلانونه جوړوي. تر هغه وروسته چي د ترمپ سوداگريز او معاملاتي کارونه مخ پر کښته روان سوه، بیا نو په کراره کراره سره سیاست ته داخل سو.
 

کله چي دی په رسنیو کي د خپلو معاملاتي کارونو لکه، تعمیراتي معاملې، یا هوټلي او ؤدکا خرڅولو له کبله مشهوره سو، نو یې درک کړه، چی ولي له همدغه شهرت څخه د خپل ځان په گټه کار نه واخلي. بیا یې نو سیاست ته مخه کړه، څو چي ځان یې د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوري رياست انتخاباتو ته کاندید کړ.
 

خو بلاخره باید دی په دې پوه سي چي دا یو لیونتوب دی چي تر دغه ځايه رارسیدلی دی، ځکه د بلېر په خبره «دغه چوکۍ پرده ډیره لوړه ده.» دواړه لیکوالان شک لري چي ترمپ دي ټینگ معتقد سیاسي سړی وي. ځکه چي هغه پخوا یو بې طرفه او چپي موقف درلود، خو وروسته ښی اړخی سو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.07.2016):