1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ ته د طالبانو پرانیستی لیک

۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د طالبانو مشرتابه په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر له زیاتولو څخه خبرداری ورکړی دی. د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه شمیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/2iECK
Afghanistan Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د آلمان خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ته طالبانو له لوري په لیکل شوي دغه لیک کې راغلي دي چې «پخوانیو تجربو ښوولې ده چې افغانستان ته د نورو ځواکونو لیږل به د امریکا د پوځ او اقتصادي قدرت د ویجاړۍ پرته بله نتیجه ور نه کړي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، جیمز متیس د دوشنبې په ورځ  (۲۰۱۷ کال د اگست ۱۴) وویل چې د ترمپ اداره به ډير ژر د افغانستان له پاره خپله ستراتيژي اعلان کړي.

کانګرس ته په وروستي رپوټ کې چې دغه پلان لا په لومړنیو پړاونو کې وو، د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې به د ځواکونو شمیر څو زره تنه زیات کړي. د دغه کار موخه تر ډیره پورې په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت  «قاطع ملاتړ» پیاوړي کول وو.

اوسمهال په افغانستان کې امریکا متحده ایالات ۸۴۰۰ سرتیري لري. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کې دغه شمیر شا او خوا ۱۰۰ زرو تنو ته رسیده.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په داسی حال کې طالبانو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د جگړو یو گڼ شمیر جبهې پرانیستلی دي، د افغان ځواکونو شمیر دومره زیات نه دی چې ټولو ته ځواب ووايي. 

په وروستیو اونیو کې ویل شوي دي چې ترمپ لومړني پلان ته ځیني نور فکرونه هم وړاندې کړي دي. د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې ولسمشر ترمپ اوس د نورو سختو انتخابونو په هکله هم غور کوي لکه له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو راایستل او یا دا چې د امریکایي ځواکونو ځای شخصي امنیتي شرکتونه ونیسي. له ۲۰۰۱م کال راهیسې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې مستقر دي.

په دغه لیک کې طالبانو، ترمپ ته دې هڅولی دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. په لیک کې دا هم راغلي دي چې د جګړې د خصوصي کولو هڅې به ستره تیروتنه وي.