1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: د عسکرو د تېښتي کچه نه ده لوړه

۱۳۹۰ شهریور ۱۳, یکشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د واشنګټن پوست ورځپاڼي هغه راپور رد کړ چي ګواکي د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کي نږدي ۲۵ زره عسکر له خپلو دندو تښتيدلي دي.

https://p.dw.com/p/12Sof
د افغانستان د ملي اردو سرتيري
د افغانستان د ملي اردو سرتيريانځور: AP

واشنګټن پوست ورځپاڼي د سپټمبر په دريمه نيټه په يوه راپور کي د افغان ملي پوځ له ليکو څخه د هغو سرتيرو په تيښته کي د بي ساري زياتوالي خبرورکړ، چي په رخصتيو خپلو کورنو ته ځي اوبيا دندو ته نه ستنيږي.

واشنګټن پوست د تيرو کلونو په پرتله دغه شميره دوه ځله لوړه ښولي او وايي چي يوازي په تيرجون مياشت کي پينځه زره افغان عسکرله خپلو دندو تښتيدلي دي.

دغه رپوټ له بهرنيو ځواکونو افغان قواوو ته د امنيتي مسوليتونو د ليږد د دوهم پړاو د پيليدو په درشل کي خپور سوی، چي د افغان ملي دفاع وزارت له غبرګون سره هم مخ سوی دی.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي د سپټمبر په څلورمه  دويچه ويله ته وويل چي د واشنګټن پوست دغه راپور د حقايقو پر بنسټ نه دی جوړ سوي او تر ډيره بريده پکي دقت هم نه تر سترګو کيږي.

واشنګټن پوست دا هم ليکلي چي د روان زيږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کي له هرو اوو تنو افغان سرتيرو يو تن يي له دندي تښتيدلی دی په داسي حال کي چي د دفاع وزارت دغه ارقام مبالغه بولي.

واشنګټن پوست دا هم ليکلي چي د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کي۲۴۵۹۰ سرتيرو دندي پريښي دي چي دا شميره بې ساري لوړه ده چي د تير کال په همدي موده کي يوازي  ۱۱۴۲۳ سرتيرو دندي پريښي وي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل دويچه ويله ته وويل چي د پوځ له ليکو د سرتيرو تيښته د نورو سرتيرو پر جنګي مورال بدي اغيزي شيندي او حتي د لويو اردوګانو د پاشل کيدو لامل ګرځي.

« د جګړي په حالت کي که يو سرتيري فرار وکړي دا د ټولي قطعي باندي تاثير کوي دا ټول قطعه بي زړه کوي، فرار د سربازانو ډير بد تاثير لري او دا د جهان په اردوګانو کي ډيره غټه ناروغي ده».

د افغان ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخي هغه سرتيري چي له دندو تښتي تر قانوني او عدلي تعقيب  لاندي نه نيول کيږي.

د افغانستان لوي درستيز د دغه کړن لاري خلاف دي او وايي چي سرتيري بايد وپلټل سي او د تيښتي په صورت کي بايد مجازارت سي.

واشنګټن پوست ليکي چي په ډيرو مواردو کي د سرتيرو مشران په فساد کي ښکيل دي، د هغوي معاشونو پر وخت نه ورکوي او حتي قانوني رخصتيو ته د هغوي له تګ څخه هم مخنيوي کوي.

خو ښاغلي امرخيل په داسي حال کي چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي کورني سرتيري د دي جوګه نه بولي چي د هغوي تشه ډکه کړي او اوسني حالت په ډير نازک او حساس پړاو کي بولي.

« موږ دې ته چمتو والي  نه لرو، افغانستان په داسي حالت کي قرار لري چي امنيتي حالت يي ډير نازک دی، زموږ سرتيري بايد لومړی په ښو وسلو، توپونو،ټانکونو او هوايي ځواک سمبال سي تر څو د بهرنيو ځواکونو تشه ډکه کړي او د دښمن پر ضد وجنګيږي».

دمګړۍ د افغان ملي پوځ د سرتيرو شميره ۱۷۰ زره تنه ښودل سوې ده.
ناټو او افغان ځواکونه وايي چي دوي هڅه کوي د پوځ له ليکو د سرتيرو د تيښتي کچه را ښکته کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل