1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش ډله څرنگه په افغانستان کې قوي شوه؟

۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبه

په کابل کې د واده په محفل کې تر بريد وروسته چې پړه یې داعش منلې ده، د دغه ډلې د جنگيالو له خوا د متوجې گواښ په اړه وېره ډیره شوې ده. همدا راز له افغانستان څخه یې په ټوله نړۍ کې د بريدونو په اړه هم انديښنې ډېرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3O70o
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په کابل کې دغه خونړۍ بريد په داسې حال کې شوی چې داسې ښکاري طالبان او امريکا متحده ایالات يوه داسې تړون ته نزدې شوي دي چې د افغانستان ۱۸ کلنه جگړه به پای ته ورسوي. اوس واشنگټن تمه لري چې طالبان کيدای شي د داعش جنگيالو په ځپلو کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې ځيني دا انديښنه لري چې له امريکا سره له تړونه ناراضي طالب جنگيالي به له داعش سره يوځای شي.

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانگړی استازی زلمی خليلزاد وايي چې د سولې پروسه بايد چټکه کړل شي، څو افغانستان د داعش جنگيالو ته د «ماتې ورکولو له پاره په يوه قوي موقف» کې قرار ولري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ د داعش د ټولو ځالو د «له منځه وړولو» هوډ څرگند کړ.

د خلافت «ولایت»

داعش تر هغه لږ وروسته په افغانستان کې سر راپورته کړ چې د دغه ډلې جنگيالو په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او عراق ډېرې برخې ونيولې او د دواړو هېوادونو په کابو يو په دريمه برخه کې یې خلافت اعلان کړ.

د دغه ډلې افغان پلويان ځان په خراسان ولایت پورې تړي. د خراسان نوم په منځنيو پيړيو کې د افغانستان، ايران او مرکزي آسيا ځينو برخو ته ورکړل شوی وو. 

د عراق او سوریې په مهمو سيمو کې د داعش پر ماتې سربيره هم دغه ترهگره ډله د دواړو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې په منظم ډول بريدونه ترسره کړل او امنيتي ځواکونه او ملکيان یې په نخښه کړل.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتېرش امنيت شورا ته د روانې مياشتې په سر کې په يوه رپوت کې خبرداری ورکړ چې د داعش له خوا نړيوالو ته متوجې بريدونو کې کمښت «ښايي موقتي وي» او ویې ویل چې افغانستان به د هغو بحران ځپلو سيمو په جمله کې پاتې وي چې بهرني تندلاري جنگيالي راجذبوي.

په افغانستان کې په لومړي سر کې د داعش د جنگيالو شمير ډ‌ېر کم وو او زياتره هغه پاکستاني طالبان ول چې د پولې له بلې غاړې څخه له خپلو سنگرونو څخه شړل شوي ول او همدا راز هغه ناراضي افغان طالب په دې ډله کې شامل شوي ول چې ډېره تندلارې اديالوژي یې تعقيبوله.

Afghanistan Kabul Anschlag auf Hochzeitsfeier
په کابل کې د واده په يوه محفل کې د داعش ډلې بريد سخته مرگ ژوبله واړولهانځور: AFP/W. Kohsar

په داسې حال کې چې طالبان تر افغانستانه محدود دي، د داعش جنگيالو د ابوبکر البغدادي سره چې په منځني ختیځ کې د دغه دلې مشر دی د بيعت اعلان وکړ او د ټولې نړۍ د غير مسلمانانو پر ضد یې د هغه د جگړې غږ ته هرکلی وويل.

د ملگرو ملتونو په حواله دمگړۍ په افغانستان کې د داعش د جنگيالو شمير د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ دی چې ډېر یې د منځنۍ آسيا دي. همدا راز د عربي هیوادونو، چيچنيا، هند او بنگله ديش څخه او همدا شان د چين د ايغوريانو لږکۍ غړي هم په افغانستان کې د دې ډلې په ليکو کې شامل دي.

په افغانستان کې داعش ته آن له طالبانو څخه هم د يوه ستر گواښ په سترگه کتل کيږي ځکه چې پوځي وړتياوې او په افغانستان کې دننه او د افغانستان څخه د دباندې یې د ملکيانو د هدف گرځولو ستراتيژي مخ پر زياتېدونکي توگه پراخه او دقيقه شوې ده.

د جيورج ټاون پوهنتون د امنيتي مطالعاتو د مرکز مشر بروس هوفمن، افغانستان ته د داعش د يوه نوي ممکنه سنگر يا مرکز په سترگه گوري.  نوموړي د روان ميلادي کال په سر کې د هېواد په ختیځ کې «د وسلو زېرمه کولو» ته په اشارې سره وويل چې داعش «په افغانستان کې نامتناسبه پاملرنه کوي او ډېر زيات وسایل یې هلته ځای پر ځای کړي دي.» 

طالبانو ته مخ اړول

طالبانو په دې وروستيو کې ويلي چې هغوی په افغانستان کې واک د انحصار اراده نه لري، په داسې حال کې داعش ژمن دی د کابل حکومت په ړنگولو سره د يوه نړيوال خلافت رامنځته کولو ته لاره هواره کړي.

طالبان او داعش ډله د اديالوژۍ او تاکتيکونو له پلوه ډېر سره جلا دي. د طالبانو د بريدونو زياتره هدف افغان حکومت، امنيتي ځواکونه او بهرني ځواکونه وي. دواړو ډلو ترمنځ ډېرې جگړې هم شوي دي او طالبان اوس هم ستر، بانفوذه او غښتلی ځواک دی.

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په دې وروستيو مياشتو کې له طالبانو سره د خبرو اترو څو پړاونه ترسره کړي څو د امريکا د تاريخ دا اوږده جگړه پای ومومي. اوس داسې ښکاري چې دواړه خواوې يوه توافق ته نزدې شوي وي.

خو داسې انديښنې هم موجودې دي چې دغه ډول يو تړون به باعث شي چې ډېر تندلاري طالب جنگيالي له داعش سره يوځای شي. دغه پروسه لا دمخه د افغانستان په شمالي او ختیځو برخو کې روانه ده. په دغه سيمو کې طالبانو پر داعش د بريدونو په ترڅ کې سیمې له لاسه ورکړي او غړي یې له داعش تندلارې ډلې سره يوځای شوي دي.

bs/sn (AP)

زموږ له آرشيف څخه: