1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش په افغانستان کي فعال دی خو عملیات نه شي کولای»

۱۳۹۴ مرداد ۲۳, جمعه

یوه امریکایي پوځي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت ترهګره ډله په افغانستان کې فعاله ده خو دومره قوي نه ده چې په دې هیواد کې خپل عملیات همغږي کړي.

https://p.dw.com/p/1GFS6
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د نړیوال ماموریت ویاند ډګر جنرال ویلسن شوفنر، ویلي دي چې اوس دغه ډله په افغانستان کې «له عملیاتي اړخه راپورته کیدونکې» بلل کیږي.

هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل: «موږ د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د هغوی [اسلامي دولت جنګیالیو] د فعالیت په اړه رپوټونه لرو خو دغه فعالیتونه په همغږي شوي شکل نه کیږي.»

دغه امریکایي چارواکي روښانه کړه چې که څه هم اسلامي دولت اوس په افغانستان کې دې ته نه ده رسیدلې چې د سوریې او عراق په څیر همغږی عملیات وکړي. خو هغه وویل چې امریکا متحدو ایالاتو دا موضوع چې دغه ډله په یوه جدي ګواښ د بدلیدو پوتنسیال لري، درک کړي او هغه ډیره جدي نیسي.

هغه وویل: «موږ د داعش او طالبانو تر منځ د نښتو شاهدان یو. ډیر وخت دغه نښتې له دې کبله رامنځ ته کیږي چې د داعش جنګیالي د طالبانو سیمو ته ورځي او د هغوی په عملیاتو کې مداخله کوي.»

د اسلامي دولت ډله له میاشتو راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د ځان له پاره ځای موندلو هڅې کوي. په افغانستان کې د دې ډلې ډیر جنګیالي د طالبانو پخواني غړي دي. دواړه ډلې یو بل ته ګواښونه کوي چې د بلې ډلې مشري ومني.

د طالبانو د مشر ملا عمر، د مړینې خبر تر تائید وروسته تمه کیږي چې د طالبانو لا ډیر جنګیالي له افراطي ډلي اسلامي دولت سره یوځای شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان کمپ بیل، به ژر د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه سپینې ماڼۍ ته معلومات وکړي. شوفنر وویل چې د کمپ بیل تر معلوماتو وروسته د سپینې ماڼۍ په ارزونه کې به په افغانستان کې د اسلامي دولت فعالیتونه هم شامل وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب