1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش له افغانستانه پر امريکا د بريد اراده لري»

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

يوه لوړ پوړي امريکايي جنرال ويلي چې په افغانستان کې د داعش ډله د امريکا له پاره ډېر «د انديښنې وړ» گواښ دی. زياته شوې چې د امريکا متحده ايالاتو د ترهگرۍ ضد هڅې بايد د دغه ډلې فعاليتونه محدود کړي.

https://p.dw.com/p/3KJHZ
USA Florida - Kenneth McKenzie - Marinegeneral
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/H. Altman

د امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مک کينزی وويل چې سربيره پر دې به هم د داعش له پاره په امريکا کې بريد کول مشکل وي، ځکه چې دغه ډله تر سخت پوځي فشار لاندې ده.

جنرال مک کينزی وويل: «په افغانستان کې داعش ډله يقيناً په امريکا کې د بريد آرزو لري.» نوموړي زياته کړه: «خو زموږ واضح ارزونه داده؛ تر څو چې موږ پر هغوی فشار همداسې وساتو، د بريد په کولو به بريالي نه شي.»

مک کینزی د امريکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر دی چې په منځني ختیځ کې د امريکا د عملياتو مسئول دی. هغه دا  خبرې په آلمان کې د امريکا په پوځي اډه کې له خبريالانو سره د قطر، عراق، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر تر سفر وروسته وکړې. نوموړي د خپل سفر په ترڅ  د «ابراهم لنکن» په الوتکې وړونکې بيړۍ کې هم دوه ورځې تېرې کړې وې.

د روانې اوونۍ په پېل کې ایسوشيتد پريس خبري آژانس د امريکايي او افغان امنيتي چارواکو له قوله ويلي چې ول چې داعش په افغانستان کې د خپريدو په حال کې دی او نوي جنگيالي جلبوي او همدا راز په امريکا متحده ايالاتو او لويديځ کې د بريدونو پلانونه جوړوي.

مک کينزی چې د افغانستان او عراق د جگړو يو پخوانی سرتیری دی، وايي چې په دې باور لري چې داعش په افغانستان کې خپلې وړتياوې نه دي پراخې کړي خو د یوه سترې ستونزې په توگه به پاتې وي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان په لویديځ کې د داعش مرکز «زموږ له پاره ډېر د انديښنې وړ دی.» نوموړي وويل چې نظامي عمليات د دې ډلې د جنگي صفوفو د له منځه تلو يا کمې باعث شوي نه دي. د اټکلونو پر اساس په افغانستان کې د داعش ډلې د جنگيالو شمير څو زرو ته رسيږي.

bs/sn (AP)