1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش د تل له پاره ماته نه ده خوړلې »

۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبه

د جرمني د فرانکفورتر الګیماینر څایتونګ، څخه میلمه لیکوال راینر هیرمن په نظر، که څه هم د اسلامی دولت په نامه ډلې تر خپلې ولکې لاندې ډیرې سیمي له لاسه ورکړي خو بیا یي هم د ترهګرۍ ریښې له منځه نه دي تللي.

https://p.dw.com/p/3FF7O
Syrien ein Kämpfer zündet eine IS Flagge an
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hussein

د نړیوالې ټولنې د قاطع ژمنتیا له برکته، پر داعش باندې کابو لاس برتوب رامنځته سوی، که څه هم محدودیتونه لاموجود دي، خو  دغې ترهګرې ملیشې لږ تر لږه له پوځي لحاظه حد اقل د اوس له پاره ماته خوړلې ده.

خو بیا هم سړی باید ډیره هیله مندي ونه ښیی، که حتی د داعش وروستی جنګیالی هم تسلیم سي او د هغوی وروستۍ سیمې هم تر کنترول لاندې راسي چی پنځه کاله مخکی لا دومره پراخې وې لکه بریتانیا. تر اوسه پورې لا پر هغوی باندې له یوه نه زیات بری،  تر لاسه سوی نه دی.  نړۍ لا باید په هیڅ صورت د دې ډاډمنتیا احساس ونه کړي چی د هغوی د جهادي ترهګرۍ کړاو اوس له منځه تللی دی.

اوس لا هم باید له احتیاطه کار واخیستل سي

احتیاط په دې معنی چې له یوې خوا د سلفيانو جهادي ایدیالوژي د ترهګرۍ د پر مخ بیولو د دلایلو یوه مهمه برخه جوړوي. خو هر سلفي یا په بل عبارت هر هغه څوک چی د پخوانیو وختونو د مسلمانانو په توګه ژوند پر مخ بیایي، په اتوماتیک ډول یو ترهګر نه دی. په هغوی کې غیر سیاسي سلفیان هم شته. خو د هغوی په پلویانو کې داسې کسان هم شامل دي، چې په دې نظر دي چې خپله ایدیالوژي یوازې او یوازې له تاوتریخوالي ډکې لارې تطبیقولای سي.

Kommentarbild PROVISORISCH | Rainer Hermann, FAZ & Klett-Cotta
راینر هیرمنانځور: Helmut Fricke

د داسي قوتونو فعاله کیدل ښایي په هر وخت کې امکان ولري او پر داعش باندې تر پوځي بریا وروسته کیدای سي ډیر ژر دغه څه صدق وکړي. له بلې خوا کارپوهان اټکل کوي چې د داعش د هغو جنګیالیو شمیر چې په تیرو دوو کلونو کې یي ځانونه پټ کړي، ۳۰۰۰۰ تنو ته رسیږي. امکان لري چې د هغوی ځیني کسان بیرته په ټولنه کی مدغم سي. زیاتره یي فقط د یوه نوي فرصت په انتظار کې دي.

ځیني يي ښایي د یاغیتوب د نوي فرصت په انتظار وي چې د جګړې ښکیلې ډلې د یو بل پر وړاندي وجنګیږي، په غیر قصدی ډول یوه خلا رامنځته کړي او یا هم امریکایي ځواکونه له سوریې څخه ووزي. بیا به نو د داعش جنګیالي دغه ډول هره هغه تشه ډکه کړي لکه په ۲۰۱۴ کال کې چې دغه کار کړی وو.

داعش او د هغې مخکنۍ ډلې تل کمې اټکل سوي دي. په ۲۰۰۸ کال کی پر دغي ډلی تر بري وروسته، د هغوی د هغو جنګیالیو شمیر یوازې څو سوه اټکل سوی وو چی په عراق کې يي ځانونه پټ کړي ول. خو درې کاله وروسته نوموړی سازمان بیا داسې راڅرګند سو چې مشرتابه يي له خپلو تیروتنو څخه پند اخیستی وو او د خپل نوي چاپیریال سره یي ځان عیار کړی وو. دا ځل به هم احتمالا همداسي یو کار وسي. دغه ډله به ښایي د اوس په شان د ترهګریزو بریدونو له پاره له چریکي تکتیکونو کار واخلي، څو ویره خپره کړي. دوی به دا هڅه هم وکړي چی خپله جګړه لویدیځ ته راانتقال کړي، نو له همدې کبله باید بیا هم له هوښیارۍ او جدي پاملرنې څخه کار واخیستل سي.

نوي ځوانان روښانه راتلونکي غواړي

د زیاتره ځوانانو له پاره چې له دې لارې منحرف سي، یوازې یو کار مرسته کولای سي: د هغوی په ټاټوبو کی باید داسي شرایط آماده سي چې په ټولنه کې د هغوی ګډون او عدالت ته زمینه برابره کړي، نه دا چې نوي ځوانان پر دې نظر وي چې یوازې ترهګري هغوی ته د یوې ښې راتلونکی له پاره لاره پرانیستلی سي. که څه هم اوس  د دې امکان لږ دی خو بیا هم پر داعش باندې اوسنی بری ډیر زیات مهم دی. له داعش څخه اوس هغه سیمې نیول سوې چې غوښتل یې ناهیلي ځوان په اصطلاح  اسلامی دولت، کی ژوند کولو ته راوهڅوي.

DW.Online